ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روغتیايي متخصصین: د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د «موملايي» ګټه نه ده ثابته شوې

روغتیايي متخصصین: د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د «موملايي» ګټه نه ده ثابته شوې

author avatar
11 Mar 2021 - 11:53
روغتیايي متخصصین: د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د «موملايي» ګټه نه ده ثابته شوې
author avatar
11 Mar 2021 - 11:53

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۹۹): د کابل ځیني اوسېدونکي او د فېسبوک کاروونکي د کرونا ناروغۍ درملنه کې له «موملايي» استفاده ګټوره بولي، خو ډاکتران وايي چې تر اوسه د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د موملايي ګټورتوب نه دی ثابت شوی او خلک باید په جدي ډول روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي.

موملايي یوه کیمیاوي ماده ده چې په ډېره کمه اندازه د غرنیو ډبرو له درزونو خارجېږي. یو شمېر سنتي طبیبان پر دې باور دي چې دغه درمل له ځینو نباتانو سرچینه اخلي. دغه بوټي د تاریخ په اوږدو کې د ځمکې ښویېدو له امله د ډبرو ترمنځ ګیر پاتې شوي چې له ډېرې مودې وروسته یې بېرته جریان پیدا کړی او د ډبرو له منځه خارجېږي.

پژواک خبري اژانس له څو هېوادوالو، یوناني او عطاري طبیبانو سره مرکې کړې، د دوی په خبره د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د موملايي ګټورتوب له امله د دې مادې پېر او پلور د پام وړ ډېر شوی دی.

فېسبوک کاروونکي: د کرونا ناروغۍ مخنیوي لپاره له موملايي استفاده ګټوره ده

په دې وروستیو کې یو شمېر فېسبوک کاروونکو پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو لپاره له موملایي د استفادې ګټورتوب اړوند مطالب خپاره کړي دي.

د اعظم زمانپور په نوم یوه فېسبوک کاروونکي پر خپله پاڼه په دې معلومات خپاره کړي چې موملايي پر کرونا ویروس د اخته کېدو امکان کموي او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د بدن توان ډېروي.

هغه لیکلي: “موملايي د الله ج له طرفه د غرونو په وسیله انسانانو ته یو ډالۍ ده چې د زرګونه ډوله ناروغیو لپاره شفا ده او پر کرونا ویروس د اخته کېدو امکان کموي او د ضایع شوي قوې د ترمیم او بېرته ژوندي کولو لامل کېږي.”

نوموړي د موملايي لویې ځانګړتیاوې د بېلابېلو ناروغیو لکه تنفسي جهاز، سینه ـ بغل، قبضیت، بواسیر، فلج، د ملا درد، د مفصلونو درد، د هډوکو ماتېدو، عقیم توب، جنسي کمزورتیا، روماتیزم، جاغور، توبرکلوز، د معدې زخم او … درملنه او وقایه بللې چې کرونا ویروس بدني سیستم ته زیان رسوي او ان له منځه یې وړي، نو له همدې امله پر دې وژونکې ناروغۍ د اخته کېدو او درملنې لپاره له موملايي استفاده ګټوره ده.

د هغه په خبره، له موملايي ناسمه استفاده د بې خوبۍ، د وینې فشار د ناڅاپي تغییر او په بدن کې د حساسیت لامل کېږي او باید په بېړه ډاکتر ته مراجعه وشي.

هغه زیاته کړې، حامله او شیدې ورکوونکو مېرمنو او هغو کسانو ته چې پر سرطاني ناروغیو اخته دي، له موملايي د استفاده سپارښتنه نه کېږي.

دغه پست د لسګونو کسانو له خوا شریک شوی، لسګونه کسانو خوښ کړی او په اړه یې تبصرې کړې دي.

هېوادوال: موملايي قوي ماده ده، د بدن مقاومت ډېروي او پر کرونا نه اخته کېږو

د کابل ښار د تایمني اوسېدونکي ضیاګل چې ۷۰ کاله عمر لري، د موملایي ګټو په اړه وویل: “موږ په کور کې هېڅ وخت له موملايي پرته نه یو پاتې شوي، مور مې دې خدای ج وبښي، عادت وه چې په اوونۍ کې یو یا دوه ځلې به یې په یو ګیلاس شیدو کې یوه ټوټه موملایي جوشوله او اولادونو ته به یې ورکوله، هغې به ویل چې د سلو دردونو لپاره دوا ده او ما هم اولادونو ته همداسې وکړل، لورانو او نګندو ته مې هم دغه نصیحت کړی چې بې موملايي مه کېږئ.”

هغې زیاته کړې، د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته یې د کورنۍ ټولو غړو ته سپارښتنه وکړه چې له موملايي استفاده له یاده مه باسئ.

نوموړې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د موملايۍ د ګټورتوب اړوند ویلي: “موملايي قوي درمل دي، زه فکر کوم چې د کرونا لپاره سل په سلو کې ګټور دي.”

د امید په نوم د کابل ښار یوه اوسېدونکي له موملايي استفاده د بېلابېلو ناروغیو لپاره ګټوره بللې او ویلي یې دي چې کورنۍ یې ډېری وخت د ناروغیو د درملنې لپاره له موملایي استفاده کوي.

هغه زیاته کړې: “نیا مې ویلي چې موملايي ډېر قوي درمل دي او د بدن مقاومت لوړوي، کله چې د بدن مقاومت لوړ شي پر کرونا نه اخته کېږي، له همدې امله موږ هره ورځ د سهار په چای کې له موملايي استفاده کوو.”

د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکي ۶۶ کلن قدوس پژواک ته وویل، له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې اکثراً سهار په ګرمو اوبو کې موملايي استفاده کوي او بدن یې د هرې ناروغۍ پر وړاندې مقاومت پیدا کړی دی.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې ډېری هېوادوال پر کرونا ناروغۍ له اخته کېدو اندېښنه لري خو دی ورته پر یادې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره د موملايي سپارښتنه کوي.

د فیض اباد ښار اوسېدونکي فاضل بای چې پر فاضل بتاشي مشهور دی وویل، له تېرو ۴۲ کلونو راهیسې په فیض اباد کې د موملايي پېر او پلور ترسره کوي.

هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي له موملايي استفاده کوي او ډېری پېرېدونکي یې د ډېر عمر لرونکي کسان دي.

فاضل باید زیاته کړه، د بدخشان د اوسېدونکو ترڅنګ د نورو ولایتونو اوسېدونکي ان د بهرنیان هم دغه موملايي پېري.

د هغه په باور، موملايي یوه قوي ماده ده چې د بدن مقاومت لوړېدو لامل کېږي او اجازه نه ورکوي چې کس پر کرونا اخته شي.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د محمد عوض به نوم یوه یوناني طبیب هم د کرونا ناروغانو لپاره د موملايي پر ګټو ټینګار وکړ او ویې ویل، د کرونا ناروغۍ په اوج  کې ډېری خلکو د دې ناروغۍ درملنې لپاره له موملايي استفاده کوله.

هغه روښانه کړه چې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د موملايي ترڅنګ د نورو یوناني درملو پېر هم ډېر شوی دی.

دغه راز د کابل ښار د تایمني سیمې په څلورم سړک د امان الله په نوم یوه یونايي طبیب وویل، دغه ماده په لوړو غرونو کې د ډبرو له منځته ترلاسه کېږي او یوه قوي او ډېره ارزښتناکه ماده ده.

هغه یاده ماده د بدن د مقاومت لوړولو لپاره ډېره ګټوره وبلله او ویې ویل، له دغو موادو استفاده نه یوازې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره، بلکې د ډېرو نورو ناروغیو لکه، تنفسي جهاز، سینه ـ بغل، قبضیت، بواسیر، فلج، د ملا درد، د مفصلونو درد، د هډوکو ماتېدو، عقیم توب، جنسي کمزورتیا، روماتیزم، جاغور، توبرکلوز، د معدې زخم او نورو ناروغیو لپآره ګټه لري.

نوموړي زیاته کړه، د کرونا ناروغۍ له خپرېدو وروسته د موملايي پېر او پلور دوه برابره ډېر شوي دي.

حقیقت موندنه

روغتیايي پوهان: د کرونا ناروغانو لپاره د موملايي ګټورتوب خرافات دي، باید روغتیايي سپارښتنې مراعات شي

د کابل په رابعه بلخي روغتون کې د داخلي ناروغیو اسوشېټ پروفیسور، د زړه او تنفسي ناروغیو او بحراني مراقبتونو فوق تخصص ډاکتر نبیل پاکطین پژواک ته وویل، د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د موملايي د ګټورتوب اړوند مطالب خرافاتي خبرې دي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د موملايي ګټې په اړه هېڅ ډول څېړنې نه دي تایید شوې، خو په نړۍ کې د کرونا ناروغۍ درملنې او مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.

د ډاکتر بازمحمد شېرزاد په نوم بل روغتیايي پوه هم پژواک ته د دې په روښانولو چې اوس مهال په نړۍ کې د کرونا ویروس درمنلې په اړه علمي څېړنې روانې دي وویل، تر اوسه د دې وژونکې ناروغۍ د درملنې لپاره سل په سلو کې هېڅ ډول درمل نه دي جوړ شوي.

هغه وویل، تر اوسه په دې اړه چې موملايي د کرونا ناروغۍ لپاره ګټه لري او کنه هېڅ څېړنه نه ده شوې او تر اوسه له کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره یوازې د دې ناروغۍ د واکسین تطبیق دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاندې معصومې جعفري پژواک ته وویل، تر اوسه په نړۍ کې نه ده ثابته شوې چې موملايي د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره ګټه کړي.

هغې زیاته کړه چې تر اوسه په نړۍ کې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره له واکسین پرته هېڅ ډول درمل نه دي جوړ شوي.

ټولې یادې سرچینې له خلکو غواړي چې کرونا جدي وګڼي، روغتیايي سپارښتنو، په دوامداره توګه د لاسونو مینځل، د واټن مراعاتول، له ماسک څخه استفاده او د چاپېریال ضدعفوني کول په جدي ډول مراعات کړي.

پایله: دې ټکو ته په پام کولای شو ووایو، په دې اړه چې له موملايي استفاده پر کرونا ویروس د اخته کېدو امکان کموي او د کرونا ناروغانو د بدن ضایع شوی توان بېرته ترمیموي، څېړنې نه دي شوې.

حکم: د «موملايي پر کرونا ویروس د اخته کېدو امکان کموي او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د بدن له لاسه ورکړی توان ترمیموي» په اړه ادعا تر اوسه نه ده ثابته شوې.

Visits: 155

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.