ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زمبابوې پر وړاندې دويمه ټسټ لوبه کې د افغانستان نوي ريکارډونه

د زمبابوې پر وړاندې دويمه ټسټ لوبه کې د افغانستان نوي ريکارډونه

author avatar
12 Mar 2021 - 10:52
د زمبابوې پر وړاندې دويمه ټسټ لوبه کې د افغانستان نوي ريکارډونه
author avatar
12 Mar 2021 - 10:52

کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٩) : د زمبابوې پر وړاندې د دويمې ټسټ لوبې په لومړي اننګز کې د افغانستان لوبډلې او لوبغاړو يو شمېر نړيوال او ملي ريکارډونه جوړ کړي دي.

افغانستان پرون د دې لوبې د دويمې ورځې له پاى ته رسېدو  لـږ مخکې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو خپله لوبه په ٥٤٥ منډو پاى ته ورسوله.

د ملي لوبډلې له لوري حشمت الله شهيدي ٢٠٠ او ناصر جمال ٥٥ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، تر دې مخکې اصغر افغان ١٦٤ ، ابراهيم ځدراڼ ٧٢، رحمت شاه ٢٣او جاوېد احمدي ٤ منډې جوړې کړې.

د کرکټ د مشهورې وېبپاڼې (کريک انفو) د راپور له مخې، افغانستان په دې لوبه کې په ملي او نړيواله کچه يو شمېر ريکارډونه جوړ کړل چې په لاندې ډول دي.

ملي ريکارډونه :

افغانستان د لومړي ځل لپاره د يوې ټسټ لوبې په يوه اننګز کې تر ټولو زياتې ٥٤٥ منډې جوړې کړې.

اصغر افغان، لومړى ملي لوبغاړى شو چې په ټسټ لوبه کې يې ١٥٠ منډې جوړې کړې.

حشمت الله شهيدي لومړى ملي لوبغاړى شو چې د ټسټ لوبې په يوه اننګز کې يې غبرګې سليزې ووهلې يعنې ٢٠٠ منډې يې جوړې کړې.

د حشمت او اصغر ترمنځ د ٣٠٧ منډو ملګرتيا هم ملي ريکارډ جوړ کړ، تر اوسه په ټسټ لوبه کې دوو افغان لوبغاړو په يوه ملګرتيا کې دومره منډې نه وې کړې، تر دې مخکې د ايرلينډ پر وړاندې رحمت شاه او احسان الله د ١٣٩ منډو ملګرتيا کړې وه.

نړيوال ريکارډونه :

د حشمت او اصغر ترمنځ د ٣٠٧ منډو ملګرتيا په متحده عربي اماراتو کې دويمه زياته ملګرتيا ده، تر دې مخکې د سوېلي افريقا د لوبډلې ګريم سميت او ډيويليرز په ٢٠١٣ کال کې د ٣٣٨ منډو ملګرتيا کړې وه.

د حشمت او اصغر له خوا ٣٠٧ منډې د زمبابوې خلاف په ټسټ لوبه کې د دوو لوبغاړو درېيمه تر ټولو زياته ملګرتيا (پارټرنرشپ) ده.

افغانستان لومړنى هېواد شوى، چې تر لسو کمې ټسټ لوبې يې کړي او په يوه لوبه کې يې تر ٥٠٠ زياتې منډې او تر ٣٠٠ منډو ملګرتيا يې وکړه، افغانستان تر اوسه شپږ لوبې کړې دي، تر دې مخکې زمبابوې په ١١مه او پاکستان په خپله ١٦ مه ټسټ لوبه کې دا کار کړى و.

افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه شو چې يو لوبغاړى يې په شپږمه لوبه کې غبرګه سليزه ووهله، تر دې مخکې د ويسټ انډيز يوه لوبغاړي د دغه هېواد په شپږمه لوبه کې غبرګه سليزه وهلې وه.

حشمت او اصغر هغه لوبغاړي شول چې په څلورم او پنځم نمبر باندې ميدان ته راووتل او دواړو تر ١٥٠ زياتې منډې جوړې کړې. تر دې مخکې د هندوستان تر ويرات کوهلي او رهانى ٢١١ او ١٨٨ منډې کړې وې.

Visits: 914

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.