ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په دويمه ټيسټ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ په دويمه ټيسټ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

author avatar
14 Mar 2021 - 16:54
افغانستان د کرکټ په دويمه ټيسټ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه
author avatar
14 Mar 2021 - 16:54

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٩): د افغانستان له خوا د کرکټ په دويمه ټيسټ لوبه کې زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره د دوو لوبو لړۍ يو يو مساوي شوه.

له دې مخکې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوه، زمبابوې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

دا لوبه چې د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ ښار کې پيل شوه، ټاس يا پچه يې افغان لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ملي لوبډلې په لومړي اننګز کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ٥٤٥ منډې وکړې چې حشمت الله شهيدي ٢٠٠، اصغر افغان ١٦٤ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې لوبډلې په لومړي اننګز کې ۲۸۷ منډې جوړې کړې او د کرکټ په اصطلاح کې (فالوان) شو چې افغانستان ورته یو ځل بیا د توپوهنې وویل.

د زمبابوې لوبډلې په دويم اننګز کې ښه لوبه وکړه او د ٣٦٥ منډو په جوړولو بريالۍ شوه، دغه راز دوى افغانستان ته د ګټلو لپاره د ١٠٨ منډو هدف ورکړ چې افغانستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري رحمت شاه په دويم اننګز کې بيا پنځوسيزه ووهله او ٥٨ منډې يې جوړې کړې، جاوېد احمد په ٤، ابراهيم ځدراڼ ٢٩ او شاهدالله په صفر وسوځېدل.

د افغانستان له لوري راشد خان په دې لوبه کې ١١ لوبغاړي، حمزه هوتک پنځه او سيد شېرزاد درې لوبغاړي وسوځول.

حشمت الله شهيدي چې ٢٠٠ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې، د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو، دغه راز د زمبابوې لوبډلمشر ددې لړۍ غوره لوبغاړى ونومول شو.

د دې لوبې لپاره د ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي عوض شوي وو، له لوبډلې څخه عبدالمالک، عبدالواسع، منير احمد کاکړ، يمين احمدزى او ظاهر خان ايستل شوي او د هغوى پر ځاى، جاويد احمدي، ناصر جمال، شاهد الله کمال، سيد شېرزاد او راشد خان په لوبډله کې اخيستل شوي دي.

په ملي لوبډله کې جاوېد احمدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، افسرځاځى، راشد خان، ناصر جمال، شاهد الله کمال، سيد شېرزد او امير حمزه هوتک شامل دي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اووريزې سيالۍ ترسره شي

Visits: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.