ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو او برېښنا وزارت له تجزیې سره د برېښنا د ځینو پروژو کار درېدلی

د اوبو او برېښنا وزارت له تجزیې سره د برېښنا د ځینو پروژو کار درېدلی

author avatar
15 Mar 2021 - 09:44
د اوبو او برېښنا وزارت له تجزیې سره د برېښنا د ځینو پروژو کار درېدلی
author avatar
15 Mar 2021 - 09:44

کابل(پژواک، ۲۵ کب۹۹): د پژواک موندنې ښيي وروسته له هغه چې د اوبو او برېښنا وزارت منحل او پروژې یې درېیو ادارو ته ورکړل شوې، له یادو پروژو د ځینو کار درېدلی او د یو شرکت څه باندې یو میلیون ډالره ځنډول شوي دي.

د اوبو او برېښنا وزارت د ۱۳۹۸ کال په سلواغه میاشت کې د ولسمشر محمد اشرف غني د  فرمان له مخې، د اوبو چارو د تنظیم په ملي ادارې او د انرژي د خدمتونو د تنظیم په ملي ادارې ووېشل شو، خو ځینې پروژې يې د برېښنا شرکت ته هم ورکړل شوې.

د انرژي د خدمتونو د تنظیم ملي ادارې ویاند احمد سیر نیکزاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یاد وزارت له منحل کېدو سره، د دغه وزارت له اړوند پروژو دوه پروژې دغې ادارې ته لېږدول شوي او دواړه د تدارکاتو په پروسه کې دي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک بیا وایي چې د وزارت له منحل کېدو وروسته دغې ادارې ته د بندونو، کانالونو او استنادي دیوالونو ۴۳۴ پروژې لېږدول شوي چې ۲۶۶ یې تېر مالي کال کې بشپړې شوي او پر پاتې ۱۶۸ نور کار روان دی. هغه د پروژو د کارونو په اړه نور جزئیات ور نه کړل.

د برېښناشرکت د پروژو د څانګې مسوول شاه محمد نیکزاد وایي چې د یاد منحل شوي وزارت ۲۱ پروژې دغه شرکت ته لېږدول شوې دي.

یادې پروژې په غور، ننګرهار، لغمان، مزارشریف، هرات، بادغیس، پنجشیر، دایکنډي، کونړ، پروان، لوګر او ميدان وردګو ولایتونو کې پلې کېږي.

دغه سند چې برېښنا شرکت د کب په ۱۳مه له پژواک سره شریک کړی، ښیي چې له یادو پروژو د لوګر د څرخ، د کونړ د ماڼوګۍ او د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د اوبو له لارې د برېښنا د تولید پروژې، د دایکنډي د لمریزې برېښنا پروژه، له ګلبهار سبستیشن څخه د پنجشیر سبستیشن ته د لس میګاواټه لمریزې برېښنا لېږد پروژه او خوست، غور او پکتیکا ولایتونو کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه؛ هغه پروژې دي چې له وزارت څخه له لېږد وروسته یې په کار کې پرمختګ نه دی شوی.

د سند له مخې، په نهو مختلفو پروژو کار روان دی، پنځه پروژې بشپړې شوې او یوه پروژه د تخنیکي او مالي اسنادو نه بشپړولو له امله لغوه شوې ده.

خو نیکزاد وویل چې د پروژو د کار پر مختګ د سلنې نه بدلون د پروژو د درېدلو په مانا نه دى.

د نوموړي په وینا، هغه پروژې چې د کار پرمختګ سلنې یې بدلون نه دی کړی، د هغو له ډلې ځینې پروژې د کار مودې د تمدید لپاره له تدارکاتو ادارې سره دي او ځینې یې حقوقي ستونزې لري.

خو یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادو ۱۲ پروژو له ډلې د ځینو پروژو کارونه درېدلي دي.

سرچینه ادعا کوي چې برېښنا شرکت ځینو قراردادي کمپنیو ته – چې تر یوې اندازې یې د پروژو کارونه هم کړي- “بې موجبه” د پیسو ورکړه ځنډولې ده.

هغه زیاته کړه، برېښنا شرکت د لویو پروژو د مدیریت توان نه لري او د اوبو او برېښنا وزارت پروژې باید دغه شرکت ته نه وی لېږدول شوې.

دغه راز د برېښنا شرکت مخکیني رییس امان الله غالب هم د ځینو پروژو د کار درېدل مني، خو وايي چې د پروژو د شمېر، د ستونزو او د کار اوسني حالت په اړه یې معلومات نه لري.

د یوې کمپنۍ ۱،۴ میلیون ډالره ځنډول شوي

د سوپریم (Supreme Company Private LTD) په نوم د یوې هندي کمپنۍ د پروژو همغږى کوونکى بېژن قادري وایي چې برېښنا شرکت ته له لېږدول شویو پروژو یوه د کونړ د ماڼوګۍ او بله بادغیس کې ۲۱ کلیو ته د برېښنا رسونې پروژې دي چې د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې له دغې کمپنۍ سره لاسلیک شوې، خو اوس یې کارونه درېدلي دي.

دی وايي:”د اوبو او برېښنا مخکیني وزارت تر څارنې او ارزونې لاندې د یادو پروژو کارونه په ښه ډول مخته روان و، خو برېښنا شرکت ته د دغو پروژو له لېږد سره دغه کمپنۍ له ستونزو سره مخامخ شوې ده.”

هغه زیاته کړه چې کمپنۍ د یو کال په موده کې برېښنا شرکت ته د یادو پروژو نهه انوایسونه استولي، خو تر اوسه اجرا شوي نه دي.

ده د یادو انوایسونو کاپیانې هم پژواک ته ورکړي چې له مخې یې باید څه باندې یو میلیون امریکایي ډالره د یادو دواړو پروژو د شوي کار په بدل کې شرکت ته ورکړل شي.

دغه راز بیژن قادري زیاته کړه چي برېښنا شرکت تر اوسه یادې کمپنۍ ته باورلیک (Letter of Credit) هم نه دی ورکړی.

هغه زیاتوي:”شرکتونه د یاد حساب (باورلیک) په لرلو سره په اسانۍ کولی شي چې له بهره د توکو په را لېږد او د پیسو په راکړه ورکړه کې کار واخلي، خو برېښنا شرکت دا کار هم ځنډولی دی.”

د تدارکاتو د طرزالعمل د سلمې مادې له مخې، که په شرطپاڼه کې د پیسو د ورکړې د وخت په اړه ځانګړي څه نه وي راغلي، اداره باید د قراردادي د صورت حساب (انوایس) له منلو وروسته په ۳۰ کاري ورځو کې پیسې ورکړي. په دغه ماده کې راغلي چې که اداره په خپل وخت پیسې ورنه کړي باید د ځنډ جریمه ورکړي.

قادري وايي:”سوپریم شرکت له یو کال زیاتې مودې پورې د خپلو داخلي مالي امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې پروژې ونه درولې خو کله چې د پيسو ورکړه نوره هم وځنډېده نو مجبور شو چې د پروژو کارونه د ۲۰۲۰ کال نومبر له میاشتې وروسته ودروي.”

دا په داسې حال کې ده چې د مالیې وزارت د روان کال د سلواغې میاشتې د ۲۵مې نېټې په یوه وړاندیز کې – چې ولسمشر منظور کړی – راغلي:”هغه انوایسونه چې د دغه وزارت د وېشل کېدو فرمان له نېټې مخکې د اوبو او برېښنا وزارت ته سپارل شوي وي، د اوبو د تنظیم ملي ادارې په تایید برېښنا شرکت ته د طی مراحل کولو واک ورکړل شوی دی.”

د تړونونو له مخې، دغه پروژې باید په ۱۸ میاشتو کې؛ یعنې د ۲۰۲۰ کال تر فبروري میاشتې بشپړې شوې وای، خو نه یوازې چې بشپړې شوې نه دي کارونه یې هم په ټپه درېدلي دي.

قادري ادعا کوي چې برېښنا شرکت پر سوپریم کمپنۍ د بادغیس پروژې د سروې او ډيزاین چارې دوه ځلې تر سره او د کمپنۍ ۱۳۹ ورځې وخت یې ضایع کړ او اضافي لګښت هم پرې راغی.

د هغه په وینا، دا په داسې حال کې ده چې برېښنا شرکت لومړۍ سروې او دېزاین هم تایید کړي و.

خو د برېښنا شرکت د پروژو مسوول شامحمد نیکزاد، قراردادي شرکت ته د څه باندې یو میلیون ډالرو د نه ورکولو په اړه وایي، دا کار ځکه نه دی شوی چې د اوبو او برېښنا وزارت له منحل کېدو وروسته له مالیې وزارت څخه بودیجوي کوډ نه دی لېږدول شوی.

خو د مالیې وزارت د نشراتو امر فرید نوښت په دې اړه وایي چې د یادو پروژو بودیجوي کوډونه برېښنا شرکت ته لېږدول شوي او دغه پروژې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې په سند کې هم شاملې دي.

دی وايي، اوس مالیې وزارت په تمه دی چې برېښنا شرکت د پروژو د انکشافي پلان او نورو اسنادو اداري پړاوونه ووهي او وروسته قراردادي شرکت ته پیسې ولېږدول شي.

د برېښنا شرکت د پروژو مسوول وایي چې د بادغيس پروژې د دویم ځل سروې او ډېزاین په اړه دى معلومات نه لري او په اړه یې بايد د دغه شرکت مطبوعاتي دفتر خبرې وکړي.

پژواک د شرکت له مطبوعاتي چارواکو سره څو ځله اړیکه ونیوه، خو ځواب یې ور نه کړ.

Visits: 304

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.