ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: علیپور د نظام پر وړاندې وسله اخیستې او یو باغي دی

محب: علیپور د نظام پر وړاندې وسله اخیستې او یو باغي دی

author avatar
20 Mar 2021 - 16:59
محب: علیپور د نظام پر وړاندې وسله اخیستې او یو باغي دی
author avatar
20 Mar 2021 - 16:59

کابل (پژواک، ۳۰ کب ۹۹): د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، د نامسوولو وسله والو یو مثال علي پور دی، هغه که په خپله ساحه کې له خلکو په زور پیسې اخلي او حکومتداري ته اجازه نه ورکوي، نو د یوه باغي په توګه شمېرل کېږي.

هغه دغه څرګندونې نن (شنبه) په کابل کې د امنیتي سکټور له مسوولینو سره ګډې خبرې ناستې ته په داسې حال کې وکړې چې تېره پنجشنبې (د کب ۲۹مه) د عليپور کسانو د میدان وردګو په بهسودو کې د ملي دفاع وزارت یوه چورلکه وویشته.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وویل، عليپور چې له حکومت سره په خپل ضمانت کې کومې ژمنې کړې وې، پر هغو یې عمل نه دی کړی او په بهسودو کې يې د حکومتولۍ فعالېدو په خلاف عمل کړی دی.

دی وايي: “که څوک وسله اخلي او د نظام پر ضد وجنګېږي، نو له طالبانو سره يې توپیر نشته.”

د ده په وینا، په بهسودو کې له رامنځته شوې پېښې وروسته ځینو اصلاحاتو ته اړتیا وه، له همدې امله سر اعلی قوماندان په دې اړه پرېکړه وکړه.

د يادولو ده چې ولسمشر پرون د کورنيو چارو د وزير مسعود اندرابي پر ځای حيات الله حيات د دغه وزارت سرپرست وټاکه.

خو نن سهار د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله د کورنیو چارو د وزیر اندرابي له ګوښه کولو سره مخالفت وکړ.

محب په دې اړه وویل چې ده نن سهار له ډاکتر عبدالله سره خبرې وکړې او هڅه کوي ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

د هېواد لوی درستیز او د ملي دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیاء نننۍ غونډې ته وویل چې د ملي اردو ځواکونو يوه چورلکه بهسودو ته د ټپیانو رالېږدولو پسې تللې وه چې په همدې مهال جورلکه ويشتل شوې ده.

دی وايي: “نو موږ اوس هم منتظر شو؟ یا له فلاني سره مراعات وشي چې امنیتي وضعیت ښه نه دی. هغوی زموږ الوتکه ویشتلې، زموږ پیلوټان یې وژلي، په هر قيمت چې وي ځواب ورکوو.”

د هغه په وینا، په دې اړه کافي سندونه او شواهد لري او په دې برخه کې سیاسي تبصرې هم نشته؛ ځکه مقابل اړخ معلوم دی خو نه شي کولی هلته د خپلو عملیاتو په اړه له وړاندې جزئیات شریک کړي.

دغه راز کورنیو چارو وزارت ته نوي معرفي شوي سرپرست وزیر حیات الله حیات بیا وویل، تر هغه چې د درېيو محکمو له لوري یو څوک مجرم ونه پېژندل شي، هېڅوک نه شي کولی چې مجرم یې وګڼي؛ پر عليپور تور دی او دوی د هېواد نافذه قوانینو ته درناوی لري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم نن له غرمې مخکې د بهسود وروستۍ پېښې د وژل شوو له کورنیو سره د ټيلېفوني خبرو کې وویل: “د شهیدانو غچ اخیستل کېږي، دغه جنایت د بښلو نه دی او بې پوښتنې نه پاتې کېږي.”

د یوه راپور له مخې، علیپور له هغو قوماندانانو دی چې درې کاله وړاندې یې ۱۵۰ کسیزه وسله واله ډله د میدان وردګو په بهسود او دایمیرداد ولسوالیو کې رامنځته کړه.

Visits: 294

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.