ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو تنظیم اداره: روان مالي کال به د اوبو ۴۴ بندونه ډیزاین او جوړ شي

د اوبو تنظیم اداره: روان مالي کال به د اوبو ۴۴ بندونه ډیزاین او جوړ شي

author avatar
20 Mar 2021 - 17:08
د اوبو تنظیم اداره: روان مالي کال به د اوبو ۴۴ بندونه ډیزاین او جوړ شي
author avatar
20 Mar 2021 - 17:08

کابل (پژواک، ۳۰ کب ۹۹): د اوبو تنظیم ملي اداره وايي چې د راون مالي کال په اوږدو کې به د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اوبو ۴۴ بندونه ډيزاین او جوړ شي.

د اوبو تنظيم ملي ادارې مرستیال احمد ویس بصیري د کب په ۳۰مه په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې تېر کال د کابل په بېلابېلو سیمو کې د اوبو مهارولو او کنټرول په موخه د ۲‍۱ کوچني بندونه جوړ شوي دي.

دغه راز ده وويل، ټاکل شوې ده په نيمروز کې د کمال خان بند د نوي کال وري مياشتې په څلورمه نېټه پرانيستل شي.

د نوموړي معلوماتو له مخې، دغه بند ١٧٤زره هکتاره ځمکه خړوبوي او شاوخوا نهه ميګاواټه برېښنا هم توليدوي.

بصيري وايي چې د روان کال په اوږدو کې به د هرات پاشدان بند چارې هم بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

دى زياتوي چې د نوي مالي کال په اوږدو کې به د ٤٤ نورو کوچني بندونو د ډيزاين او جوړېدو چارې هم بشپړې شي.

دغه راز په یاده غونډه کې د اوبو سرچينو عمومي رییس فایز الرحمن وویل چې په تېرو ۴۰ کلونو په افغانستان د وچکالۍ له امله د اوبو کچه شاوخوا اته سلنه ټيټه شوې ده.

د هغه په وینا، افغانستان په منځني ډول ٦٩ ميليارده مکعبه متره اوبو زېرمه کولو وړتيا لري چې ٥٣ يې متره مکعبه يې سطحي او پاتې نور يې ذخيروي دي.

د نوموړي په وينا، هر کال په هېواد کې ۲۳ ميلیارده متره مکعبه اوبه د کرنې، څښاک او په نورو ټولنیزو چارو کې مصرفېږي.

داسې مهال د اوبو د تنظيم اداره د اوبو ذخيره کولو په اړه معلومات ورکوي چې سږ کال په هېواد کې د ورښتونو کچه ټيټه وه او خلک وچکالۍ ته اندېښمن دي.

Visits: 158

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.