ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: د پاشدان بند جوړېدو چارې ۸۵ سلنه ترسره شوې دي

والي: د پاشدان بند جوړېدو چارې ۸۵ سلنه ترسره شوې دي

author avatar
24 Mar 2021 - 15:28
والي: د پاشدان بند جوړېدو چارې ۸۵ سلنه ترسره شوې دي
author avatar
24 Mar 2021 - 15:28

هرات (پژواک، ۴ وری ١٤٠٠): د هرات والي وايي چې د پاشدان بند ۸۵ سلنه چارې پر مخ تللې چې په بشپړېدو سره به یې ۱۸زره هکتاره ځمکه خړوبه او دوه مېګاواټه برېښنا تولید شي.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي د پاشدان بند د چارو له نږدې لیدو پر مهال وویل، اوس مهال هم د دې بنسټیزې پروژې پر مختلفو برخو کار روان دی.

د هرات والي زیاته کړه، د پاشدان بند په پرانیستې سره به شاوخوا ۱۸زره هکتاره ځمکه خړوبه او دوه میګاواټه برېښنا تولید شي.

د هرات د والي په خبره، پاشدان بند د هرات د شنو سیمو او شنه کمربند خړوبولو اصلي سرچینه ده.

د هرات ځيني اوسېدونکي د دغه بند چارو پر پرمختګ خوښي څرګندوي او د دولت له مخالفینو غواړي چې پر یاد بند له بریدونو لاس واخلي.

د هرات اوسېدونکي حاجي معلم پژواک ته وویل: ((موږ د وینې تر وروستي څاڅکي د خپلو اوبو له بندونو ملاتړ کوو او له دولته غواړو چې د اوبو مدیریت برخې ته ډېره توجه وکړي.))

د هرات ښار بل اوسېدونکي حفیظ الله پژواک ته وویل: ((موږ خوښ یو چې د اوبو بندونه مو یو په بل پسې بشپړېږي، دا زموږ د هېواد پانګه ده، له مخالفینو هیله کوو چې د پاشدان بند جوړېدو د کار خڼد نه شي.))

پاشدان بند د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري او د جوړېدو چارې یې په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې دي.

د یادونې ده، لس ورځې مخکې پر پاشدان بند د طالبانو په برید کې درې امنیتي سرتېري ووژل شول، یو ټپي شو او څلور نور نادرکه شول.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ولسمشر غني او لوړ پوړو دولتي چارواکو په موجودیت کې کمال خان بند پرانیستل شو.

د نیمروز کمال خان بند له پرانیستې سره جوخت د هرات سیمه ییزو چارواکو او خلکو د ښار په بېلابېلو برخو کې د بیلبورډونو په نصبولو په هېواد کې د اوبو مدیریت او بنسټیزو پروژو ملاتړ اعلان کړ.

Visits: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.