ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د اوبو دوه چېک ډيمونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

په خوست کې د اوبو دوه چېک ډيمونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

author avatar
24 Mar 2021 - 13:52
په خوست کې د اوبو دوه چېک ډيمونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول
author avatar
24 Mar 2021 - 13:52

خوست ښار(پژواک، ۴ وری ۱۴۰۰):په خوست کې د ۲۳ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو دوه چېک ډيمونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول چی په مستقيم ډول به ترې ۴۵۰۰ کسان ګټه واخلي.

د اوبو دغه چېک ډيمونه چې يو د خوست مرکز اړوند د مټه چينې او دويم هغه يې د ځاځي ميدان ولسوالۍ د زمري کمر چېک ډيمونه دي، نن د «وري ۴مه» د ولايتي چارواکو له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د دغو چېک ډيمونو د جوړېدو اساسي موخه د سيلابونو د سرعت کموالی او تر ځمکې لاندې د اوبو تکيه کېدل ښودل شوي، چې لګښت يې د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې له خوا ورکړل شوی دی.

د خوست والي مهمند کټوازي د يادو چېک ډيمونو د پرانېستې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دواړه چېک ډيمونه د «۱۱۵۰۰۰» يو سلو پنخلس زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفيت لري.

ده زياته کړه: ((د دغو اوبو ګټه دا ده چې له يوې خوا به هغه اوبه چې په خپل سر ځي د باندې وځي په شروع کې هغه به کنټرول شي. له دويم طرفه به د خوست تر ځمکې لاندې اوبه به راتکميل کړي، پاکې صفا اوبه به مو وي. درېيم دا چې د شينوالي او د زراعت لپاره په ګټه تماميږي.))

ورته مهال د مرکز اړوند د ځړبني کلي يوتن قومي مشر پيرمحمد پژواک اژانس سره خبرو کې د اوبو د يادو چېک ډيمونو پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې په دې سره به يې ځمکې حاصل خيزې شي.

دی وايي: ((د دې دا ګټه ده چې زموږ څاه ګانې وچې وې اوبه نه وې په کې. دا چېک ډېم چې جوړ شو دا اوبه ذخيره کوي او اوس زموږ په څاه ګانو چې وچې وې، اوبه په کې پيدا شوې دي. نوره زموږ دا سيمې زرغونوي. دلته به سيوري وي، دا ډنډ کې به ماهيان وي او زموږ ولس ته ښه فايده ده.))

بل لور ته د خوست د شمل خورم فرعي دريايي حوزې رئيس انجنیر زين الله نسيمي پژواک ته وويل چې دا مهال د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې د لسو نورو چېک ډيمونو د جوړېدو کارونه هم روان دي.

هغه وايي، له دې سربېره يې ۲۸ نور چېک ډيمونه هم د خوست په مختلفو سيمو کې سروې کړي، چې په مرکز کې تر طي مراحل لاندې دي او هيله يې وښوده چې په نېږدې راتلونکي کې به يې عملي چارې پيل شي.

ده زياته کړه: ((پردې دواړو چېک ډيمونو باندې چې د سولر سيستم نصب شي، نو دغه پنځه سوه هکتاره ځمکه به خړوبه کړي، په مستقيم ډول به ۴۵۰۰ خلک له دې څخه استفاده کوي.))

نوموړي همدا ډول وويل، د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې په چوکاټ کې په خوست کې د روانو ګڼو پروژو ترڅنګ ۱۷۵ نورې مختلفې پروژې هم ډيزاين او سروې شوي او تمه ده چې په راتلونکي کال کې به ورته بوديجه پيدا او کارونه به يې پيل شي.

Visits: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.