ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو د وخت په اړه له ناندریو ډکه اونۍ وه

تېره اونۍ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو د وخت په اړه له ناندریو ډکه اونۍ وه

author avatar
27 Mar 2021 - 18:16
تېره اونۍ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو د وخت په اړه له ناندریو ډکه اونۍ وه
author avatar
27 Mar 2021 - 18:16

کابل (پژواک ۷ وری ۱۴۰۰): تېره اونۍ، په ځنډ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو د احتمال په تړاو د امریکا او ناټو څرګندونو ته طالبانو سخت غبرګون وښود، خو ځینې سرچینې تمه لري چې د ترکیې په ناسته کې به د سولې په تړاو پرمختګ وشي.

د دې تر څنګ، په دغه اونۍ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېرو پنځو اونیو په پرتله ډېره کمه وه.           ‍

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:  

  • بایډن: په ټاکلې نېټه له افغانستانه د ځواکونو ايستل ستونزمن دي.
  • ناټو: له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه مشورې کوو.
  • جرمني: د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر ۳۱مې له افغانستانه ځواکونه نه باسو.
  • طالبان: که بهرني ځواکونه په خپل وخت ونه وځي، بریدونه پرې کوو.
  • روسیه: امریکا دې تر مې پورې ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.
  • ملګري ملتونه: د سولې لپاره د دوحې خبرې باید د کمزوري کېدو پر ځای غښتلې شي.
  • ځینې افغان چارواکي: تمه ده چې د استانبول غونډه کې د سولې په تړاو پرمختګ وشي.
  • په تېرو شپږو اونیو کې، تېره اونۍ د ملکي وګړو ژوبله تر ټولو کمه وه.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اونۍ د هېواد په اتو ولایتونو (کابل، کندهار، غور، ننګرهار، هلمند، پکتیا، کونړ او کاپیسا) کې د لسو بریدونو په ترڅ کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

دولت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې تېره اونۍ په ۱۳ ولايتونو کې د دولتي ځواکونو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وړمه اونۍ په ۱۵ بریدونو کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان وو.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوړي، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه بېلابېلې څرګندونې

د امریکا ولسمشر جوبایډن د وري په شپږمه ويلي چې په ټاکلې نېټه (د دوحې د تړون له مخې د مې میاشتې پیل) له افغانستانه د ځواکونو ايستل ستونزمن دي، خو فکر نه کوي چې دوى افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر لویډ استن کابل ته د تېرې اونۍ د سفر پر مهال ویلي چې هېواد یې افغانستان کې د خپلې اوږدې جګړې د “مسوولانه پای ته رسولو” هڅه کوي.

د ناټو سرمنشي تېره اونۍ د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې وویل چې دوى له افغانستانه د وتلو په تړاو خپلو کې سلا مشورې کوي.

د رویټرز خبري اژنس د راپور له مخې، د جرمني پارلمان پرېکړه کړې چې ځواکونه به یې د ٢٠٢٢ کال د جنورۍ تر ۳۱مې افغانستان کې پاتې شي. جرمني دا مهال افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ۱۳۰۰ سرتېري لري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې له افغانستان څخه له وخته مخکې د بهرنیو ځواکونو وتل به د دې لامل به شي چې طالبان له پوځي لارو د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي.

خو طالبانو له امریکا سره د هغوی د دوحې تړون سوله ییز افغانستان ته د رسېدو معقوله او لنډه لار بللې، وایي، دغه تړون ته ژمن دي او امریکا دې هم ورته ژمنه پاتې شي. طالبانو ویلي که بهرني ځواکونه په ټاکلې وخت له افغانستان ونه وځي، دوی به د «اشغالګرو ځواکونو په وړاندې جهاد او وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف هم تېره اونۍ له امریکا غوښتي چې د دوحې تړون له مخې خپل ټول ځواکونه د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وباسي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې بیا تېره اونۍ ويلي چې د سولې نوي نوښتونه باید منسجم او متمرکز واوسي، څو د دوحې د سولې مذاکرات غښتلي کړي، نه دا چې هغه کمزوري کړي.

د ترکېې ناستې ته هیلې:

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او په ترکيه کې د افغانستان سفير امين محمد رامين هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د سولې په اړه د استانبول په کېدونکې غونډه کې به د سولې په تړاو پرمختګ وشي.

عبدالله ویلي: “موږ باید د پام وړ یو پرمختګ ته ورسېږو. نهایي، نهایي موافقه به البته وخت نیسي، خو موږ باید لږ تر لږه په یو څو اصولو موافقه وکړو او د اوربند په اړه یوه موافقه به خورا، خورا مهمه وي.”

ټاکل شوې د استانبول غونډه په اپریل کې جوړه شي او ملګري ملتونه یې مدیریت کړي.

د ترکيې غونډه، افغانستان کې د انتقالي او ټولشموله حکومت د هغو طرحې له مخې جوړېږي چې د امریکا متحده ایالتونو شاوخوا درې اونۍ مخکې د افغانستان دولت، طالبانو او سیاسیونو سره شریکه کړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د مذاکراتي ډلې مشر معصوم ستانکزی که څه هم د ترکیې د استانبول غونډه د سولې بهیر د چټکتیا لپاره مهمه ګڼي؛ خو وایي چې ټول مسایل به په دې غونډه کې حل نه شي.

د ده په وینا، که چېرې د طالبانو مشر ملا هیبت الله د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي، ولسمشر محمد اشرف غني به هم په دغې غونډه کې ګډون وکړي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه اونۍ د نړۍ مهمو هېوادونو په مسکو کې د سیاسي هوکړې له لارې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار وکړ.

خو ولسمشر غني تېره اونۍ د امریکا له خوا وړاندې شوې طرحې ته په اشارې وویل: “موږ د بید (ولې) په څېر نه یو چې له هر باد سره ولړزېږو. اوازې راځي، کاغذونه راځي، طرحې راځي؛ خو افغانستان لکه ونه مستقيم پر خپل مکان دی.”

د ده په وینا، افغانستان یوه روښانه او پرځان باوري طرحه لري او هماغه تعقیبوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د واک د لېږدولو يواځينۍ لاره ټاکنې دي، ځکه دوى نه غواړي چې د قدرت خلا رامنځته او هېواد کې ګډوډي جوړه شي. دا په داسې حال کې ده، چې بريتانوي اژانس (رويټرز) خبر ورکړى چې غني په شپږو مياشتو کې د ټاکنو ترسره کولو نوې طرحه له امريکا سره شريکه کړې ده.

د ولسمشر وياند دواخان مينه پال وایي چې حکومت په شپږو مياشتو کې د ټاکنو ترسره کېدو کومه طرحه له چا سره نه ده شريکه کړې. هغه موقت او سرپرست حکومتونه مردود بولي، خو وایي چې د ټاکنو پر مهالویش او وخت بحث کېدای شي.

د سولې لپاره مدني هڅې:

تېره اونۍ د افغانستان ژغورنې په نوم یوه نوي خوځښت کابل کې د شتون اعلان وکړ.

د دغه خوځښت مشر حضرت عمر زاخېلوال، چې مخکې پاکستان کې د افغانستان سفیر و، وویل چې دغه خوځښت له څلوېښت کلن کړکېچ نه د هېواد د ژغورلو په موخه جوړ شوی دی.

هغه د افغانستان پر اوسني وضعیت نیوکه وکړه، ویې ویل چې دا مهال د افغانستان په برخلیک کې امریکا، روسیه، ایران، پاکستان او آن “د قطر په څېر یو کوچنی هيواد” «هرکاره» دی، خو د افغانستان خلک «هیڅ کاره» دي.

دی وایي، اړتیا ده چې په هېواد کې د ناخوالو د مخنیوي لپاره خلک سره یو لاس شي. دی وایي چې د نظام مخالف نه دی، خو «د حذف په فضا کې» سوله نه شي راتلی.

تېره اونۍ ننګرهار کې یوه ولسي غونډه وشوه. د غونډې ګډونوالو له اوسني نظام څخه ملاتړ وکړ او د لنډمهاله او انتقالي حکومتونو له جوړېدو سره يې مخالفت وښود. د غونډې ګډونوالو وويل، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده؛ خو بايد باعزته سوله وي او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي وي.

Visits: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.