ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دیني علما: د کرونا واکسین تطبیق روژه نه باطلوي

دیني علما: د کرونا واکسین تطبیق روژه نه باطلوي

author avatar
14 Apr 2021 - 17:03
دیني علما: د کرونا واکسین تطبیق روژه نه باطلوي
author avatar
14 Apr 2021 - 17:03

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۰): د حج او اوقافو وزارت وايي چې د روژې په ورځو کې د کرونا واکسین تطبیق روژه نه باطلوي، خلک کولای شي له دې ناروغۍ څخه د مخنیوي په پار ځانونه واکسین کړي.
دغه مطلب حج او اوقافو وزارت ته د عامې روغتیا وزارت د مکتوب په ځواب کې روښانه شوی دی.
د یاد مکتوبپه کاپي کې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې راغلي، د روژې مبارکې میاشتې په پیل کې د کرونا پېښې نه یوازې ګاوڼدیو هېوادونو ایران او پاکستان، بلکې د افغانستان په داخل کې هم د ډېرېدو په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر د تېرې یوې میاشتې په پرتله له پنځه برابره ډېر لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت له خوا د خپرو شوو شمېرو له مخې، تېره ورځ په ټول هېواد کې د کرونا ۱۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې دغه شمېر یوه میاشت مخکې (د ۱۳۹۹ کال د کب په ۲۵ مه) ۲۳ و.
عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ډېرېدو ته په پام د واکسین پر تطبیق ټینګار کوي.
د مکتوب په یوه برخه کې راغلي: “د کرونا واکسین پروګرام تطبیق په عملي ډول روان دی، په روژه مبارکه میاشت کې د نه تطبیق د مخنیوي لپاره وطنوالو ته ووایئ چې د یاد واکسین د تطبیق پروګرام بند نه شي او د احتمالي ناورین د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.”
د دغه مکتوب په دوام کې راغلي، پر کرونا ویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره له وقایوي اقداماتو سربېره د دې ناروغۍ له نوې بڼې څخه د ټولنې د مخنیوي په خاطر د کرونا واکسین تطبیق هم جدي اړتیا ده.
په دغه مکتوب کې له حج او اوقافو وزارت څخه غوښتنه شوې چې له شرعي لحاظه په روژه مبارک میاشت کې د کرونا واکسین د تطبیق په تړاو خپل نظر له خلکو سره شریک کړي.
د حج او اوقافو وزارت په مکتوب کې د عامې روغتیا وزارت د غوښتنې په اړه راغلي: “د فقهې علماوو په ځانګړې توګه اکثریت معاصرو فقهي معتبرو سرچینو د نظر په رڼا کې روژه لرونکي کس ته د مشروع او داسې اړتیا له مخې په غوښه یا ورید کې د پېچکارۍ تطبیق چې د روژې له حکمت سره مخالف نه وي د روژې د فساد لامل نه کېږي.”
سرچینې لیکلي چې د پورته مطلب په تایید لاندې فقهي عبارت صراحت لري:
• هغه څه چې د منافذو له لارې نه بلکې د مساماتو له لارې بدن ته داخل شي له روژې سره مخالفت کې نه دي، د بېلګې په توګه که روژه لرونکی کس په سړو اوبو غسل وکړي او یخوالی یې په ځګر کې احساس کړي.
• پېچکارۍ په عمومي ډول که عضله کې وي یا ورید کې د افطار لامل نه کېږي، خو په هغه صورت کې د افطار لامل کېږي چې موخه یې تغذیه وي.
• په عضله، پوستکي لاندې یا رګ کې پېچکاري روژه نه فاسدوي او د امکان په صورت کې یې تر ماښام وروسته ځنډول غوره دي.

دیني عالم: د کرونا واکسین تطبیق اسلامي او دیني وجیبه ده
مفتي شمن الرحمن فروتن وویل، د کرونا واکسین تطبیق روژې ته هېڅ تاوان نه لري.
هغه زیاته کړه، نه یوازې کرونا واکسین بلکې نورې هغه پېچکارۍ چې د تغذیې لپاره نه کارول کېږي روژې ته زیان نه رسوي.
نوموړي زیاته کړه: “د کرونا واکسین تطبیق دیني او اسلامي وجیبه ده او هېڅ شرعي ممانعت نه لري.”
هغه له خلکو وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ له امله د رامنځته کېدونکې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره هم واکسین تطبیق کړي او هم روژه ونیسي.

عامې روغتیا وزارت:
د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر په روژه مبارکه میاشت کې د کرونا واکسین د تطبیق اړوند شرعي فتوا ته په اشاره وویل، مکتوب د عامې ورغتیا وزارت ټولو ریاستونو ته لېږل شوی دی.
هغه زیاته کړه، د کرونا واکسین تطبیق ټولو هغو کسانو ته توصیه کېږي چې عمر یې تر ۱۸ کلونو ډېر وي.
نوموړي دې ته په اشاره چې د ټولو ولایتونو په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر روان دی وویل، هېوادوال کولای شي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي او کرونا واکسین ترلاسه کړي.
هغه روښانه کړه، غوره به دا وي چې د کرونا واکسین د تطبیق لومړيتوب هغو کسانو ته ورکړل شي چې عمر یې له ۵۰ کلونو ډېر او د کرونا ناروغۍ له ډېر خطر سره مخ دي.
د عامې روغتیا وزارت له نظره کرونا واکسین لاندې ګټې لري:
• د کرونا ویروس د مرګ په ځانګړې توګه هغو کسانو چې له ډېر خطر سره مخ دي مخه نیسي.
• په ټولنه کې د کرونا ویروس د ګرځېدو مخنیوی او د پېښو د شمېر کمېدل.
• په هېواد کې د اساسي او روغتیايي کارونو احیا.
• د کرونا ویروس پر وړاندې د خلکو د بدن مقاومت لوړول او له ټولنې څخه د ویروس د ورکولو لپاره د عمومي معافیت رامنځته کول.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په مصر کې الازهر مرکز په خپله فتوا کې ویلي و: “کرونا واکسین روژه نه باطلوي.”

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 106

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.