ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې دې سیاسي توافق وشي

عمران خان: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې دې سیاسي توافق وشي

author avatar
16 Apr 2021 - 22:02
عمران خان: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې دې سیاسي توافق وشي
author avatar
16 Apr 2021 - 22:02

 کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۰) : د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغان سولې بهیر په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي.

د لومړي وزیر عمران خان مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه په دغه ټلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړې پر ختمېدو او سیاسي توافق ته پر رسېدو باندې ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړې، چې دغه سیاسي توافق باید له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې رامنځته شي.

د نوموړي په وینا، پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافق او په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

عمران خان زیاته کړې: “بین الافغاني مذاکراتو د سولې ټینګېدو لپاره تاریخي فرصت رامنځته کړی دی. افغان مشران باید له هغه څخه د یو ټولشموله او پراخ سیاسي توافق لپاره استفاده وکړي.”

په اعلامیه کې ویل شوي چې عمران په دغه ټلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د سولې ټينګېدو لپاره د ترکیې له همکاریو څخه مننه کړې او زیاته کړې ده چې پاکستان په په سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

عمران خان پر داسې مهال د ترکیې له ولسمشر سره د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړي چې ټاکل شوې د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه په استانبول کې د افغان سولې په اړه لس ورځنی کنفرانس پیل شي.

Visits: 349

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.