ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان چنارک ډبرو سکرو له کان څخه هر کال ۱۲۶ میلیون افغانۍ شخصي جېبونو ته ځي

د بغلان چنارک ډبرو سکرو له کان څخه هر کال ۱۲۶ میلیون افغانۍ شخصي جېبونو ته ځي

author avatar
18 Apr 2021 - 14:43
د بغلان چنارک ډبرو سکرو له کان څخه هر کال ۱۲۶ میلیون افغانۍ شخصي جېبونو ته ځي
author avatar
18 Apr 2021 - 14:43

پلخمري (پژواک، ٢٩ ورى ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښيي چې د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې زورواکو د ډبرو سکرو يوه کان د قراردادي شرکت چارې ځنډولې چې له امله يې هر کال ١٢٦ ميليونه او پنځه سوه زره افغانۍ د دولت بودجي پر ځاى شخصي جېبونو ته ځي.

دغه کان د بغلان د نهرين ولسوالۍ په چنارک سيمه کې موقعيت لري چې له تېرو دوو کلونو راهيسې غير قانوني کېندنې په کې روانې دي.

د پژواک څېړنو له مخې، هره ورځ له دغه کان څخه شاوخوا ١٥ لارۍ د ډبرو سکاره په غير قانوني او غير فني ډول استخراجېږي چې پيسې یې نامسوول وسله وال او ځايي زورواکي ترلاسه کوي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې غیر مسوول وسله وال له هر موټره لس زره افغانۍ د ماليې په نوم هم ترلاسه کوي.

په۱۳۹۱ کال کې د دغه کان کیندلو تړون د هاشمي ګروپ په نوم يوې کمپنۍ ته ورکړل شو چې یادې کمپنۍ د څو میلیونه ډالرو په لګولو سره کان په فني توګه کيندنو ته چمتو کړ خو له تېرو دوو کلونو راهيسې د يادې سيمې زورواکو د دغه کان کيندنې مخه نيولې او په خپله يې په غير قانوني ډول کيندنې په کې پيل کړې دي.

د چنارک په کان کې د زورواکو له لوري کيندنې روانې دي:

د همدغه کان يوه کارکوونکي محب الله پژواک ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په دغه کان کې غيرقانوني کيندنې ډېرې شوې دي.

دى وايي: “پخوا هم غير قانوني کيندنې وې، خو دوه کاله کېږي چې زورواکي اصلي شرکت کار ته نه پرېږدي او په خپل سر کيندنې کوي.”

د نوموړي معلوماتو له مخې، په ١٣٩١ کال کې د دغه کان کيندلو تړون له هاشمي ګروپ کمپنۍ سره لاسليک شو چې ځيني لومړني کارونه يې ترسره کړل خو وروسته يې زورواکو د فعاليت مخه ونيوه.

محب وايي چې هره ورځ له همدغه کان څخه ١٥ موټره سکاره بارېږي چې پيسې نږدې يو ميليون افغانۍ کېږي.

دى وايي: “دغه ټولې پيسې د زورواکو او هغو دولتي کسانو جېبونو ته ځي چې پر يوه او بل نوم په دغه کان کې شريکان دي.”

کان ته د نږدې کلي اوسېدونکى امیرمحمد وايي چې د چنارک ډبرو سکرو له کان څخه هره شپه په پټه څو موټره سکاره بورکې او مرکزي بغلان ولسوالیو ته لېږدول کېږي.

دی وايي: “له دغه کان څخه د ورځې سکاره نه لېږدول کېږي چې څوک یې وویني، د سیمې اوسېدونکي د ورځې له مخې په کې کيندنې کوي، موټر باروي او د شپې تياره کې د زورواکو کسان ورسره کېږي، موټرونه يې د پوليسو له چک پاينټونو تېروي او د هر موټر پر سر لس زره افغاني اخلي.”

اړوند حکومتي مسوولين هم مني چې د چنارک په کان کې غير قانوني کيندنې روانې دي.

د نهرین ولسوال حاجي محمد عزیزي وايي، کله چې په چنارک کان کې قراردادي شرکت کار درولی، له هغه وروسته زورواکو په کې کيندنې پيل کړې او د ډبرو سکاره په قاچاقي ډول نورو سيمو ته انتقالوي.

دی وايي چې د چنارک ډبرو سکرو کان څه موده وړاندې یو څه د دولت تر کنټرول لاندې و خو سږ کال په بشپړ ډول د نا مسوولو وسله والو په کنټرول کې دی او پر یوه برخه یې طالبان هم حاکم دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له دغه کان څخه د شپې له مخې له سکرو بار موټر په هغو لارو د بغلان مرکز، کندوز او تخار ولايتونو ته انتقالېږي چې د حکومت په کنټرول کې نه دي.

په ورته وخت کې د بغلان د کانونو ريیس انجنیر شاه محمد فیض زاد هم په چنارک کان کې ناقانونه کيندنې تايیدوي او وايي چې دغه موضوع يې له وزارت سره شريکه کړې ده.

هغه وايي: “ما وزارت پر دې موضوع خبر کړى او ورته ويلي مې دي چې په دې اړه جدي اقدام وکړي، له پنځوسو مې ډېر مکتوبونه ورته لېږلي دي.”

پژواک د ځينو هغو مکتوبونو کاپيانې هم ترلاسه کړې چې د ياد رياست له لوري د چنارک کان په اړه بېلابېلو دولتي ادارو ته استول شوي دي.

دغه رياست د ١٣٩٩ کال د چنګاښ په ٢٨مه د يوه مکتوب له لارې د بغلان ولايت مقام ته خبر ورکړى چې د چنارک ډبرو سکرو په کان کې په غيرقانوني کيندنې کېږي.

همدارنګه دغه رياست د ١٣٩٩ کال د وږي په ١٦مه د يوه مکتوب په ترڅ کې د بغلان امنيې قوماندانۍ ته ويلي چې په چنارک کان کې غير قانوني کيندنې کېږي، سکاره يې په قاچاقي ډول نورو سيمو ته انتقالېږي چې بايد مخه يې ونيول شي.

دغه راز د بغلان کانونو رياست د ١٣٩٩ کال د چنګاښ مياشتې په ٢٦مه نېټه د کانونو وزارت ته په يوه مکتوب کې لیکلي چې هاشمي ګروپ له يوه کال راهيسې په چنارک کان کې د کيندنې چارې درولې چې له امله يې په کان کې غير قانوني کيندنې پيل شوې، په دې اړه يې د ولايت مقام او امنيې قوماندانۍ ته هم خبر ورکړى چې د مخنيوي لپاره يې اقدام وکړي.

د بغلان د کانونو رييس فيض زاد دا هم پژواک ته وويل چې له هاشمي ګروپ سره د ډبرو سکرو يو ټن قرارداد په ١١٥٠ افغانيو شوى و.

هغه وايي چې ياد شرکت د ډبرو سکرو د استخراج له امله ١١٧ ميليونه افغانۍ پوروړى هم دى.

دى ټينګار کوي چې حکومت بايد ياد شرکت ته د کار کولو زمينه برابره کړي څو هم پور ورکړي او هم کان کې بېرته کیندنې پيل کړي.

بل لور ته د کانونو وزارت وياند عزيزالله غروال پژواک ته وويل چې قراردادي شرکت مخکې له دې چې وزارت په جريان کې کړي په ياد کان کې د کيندنې چارې درولې دي.

هغه وايي: “شرکت کار په کې بند کړ، موږ يې په جريان کې نه کړو، همدا و چې کان زموږ له لاسه ووت.”

نوموړى هم دا تاييدوي چې په چنارک کان کې دا مهال غير قانوني کيندنې روانې دي چې پيسې د دولت د خزانې پر ځاى شخصي جېبونو ته ځي.

غروال د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په ياد کان کې د غير قانوني کيندونو مخنيوي په موخه ځيني ګامونه پورته شوي دي.

قرادادي شرکت: پر کان نا مسوول وسله وال واکمن وو؛ ځکه يې د کيندنې چارې پاتې شوې

د چنارک کان قرادادي شرکت؛ هاشمي ګروپ مالي او اداري مسوول ذبيح الله يادګار پژواک ته وويل چې هاشمي ګروپ د چنارک په کان کې پنځه ميليون ډالره پانګونه کړې ده.

خو هغه وايي: “نامسوولو وسله والو به زموږ پر کارکوونکو بريدونه کول، زموږ وسايل يې چورول، خو امنيتي مسوولينو به ورته غږ نه کاوه، همدا و چې په کان کې د کيندنې چارې پاتې شوې.”

نوموړي هم هغه مکتوبونه له پژواک سره شريک کړل چې په کې د امنيتي ګواښونو او نورو ستونزو په اړه اړوندو ادارو ته معلومات ورکول شوي دي.

د ده په وينا، هاشمي ګروپ د چنارک کان د ډبرو سکرو يوه ټن قرارداد له دولت سره په ١١٥٠ افغانيو د لسو کلونو لپاره لاسليک کړى و.

ده وويل: “که مشکلات نه واى موږ په اسانۍ سره کولاى شول چې په يوه کال کې له دغه کان څخه١١٠ زره ټنه د ډبرو سکاره استخراج کړو.”

نوموړى وايي، که حکومت دوى ته زمينه برابره کړي حاضر دي يو ځل بيا په ياد کان کې کيندنې پيل کړي.

په دې اړه د بغلان مرستيال والي ذبيح الله احساس پژواک ته وويل چې حکومت د ملي شتمنیو خوندیتوب او طبيعي زېرمو ساتنې برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي.

دى وايي چې د چنارک د ډبرو سکرو په کان کې د غير قانوني کيندنو مخنيوي په موخه به ډېر ژر يوه کاري ډله لاس په کار شي.

همدارنګه د بغلان امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې د نهرين ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې غير قانوني کيندنې روانې دي خو څوک يې سکاره په ښکاره نه شي انتقالولاى.

دى زياتوي: “که څه هم چې د کان امنيت ساتنې لپاره موږ ځانګړى ځواک نه لرو، خو پوليس په دې برخه کې غلي نه دي؛ څو ځلې يې له ډبرو سکرو ډک موټر نيولي او اړوندو ادارو ته يې سپارلي دي.”

پايله:

د ترلاسه شوو اسنادو او يادو څرګندونو پر بنسټ، په چنارک کان کې غير قانوني کيندنې د زورواکو له لوري روانې دي. که چېرې د قراردادي شرکت او حکومت ترمنځ تړون په پام کې ونيول شي، هر کال له دغه کان څخه ١١٠زره ټنه سکاره استخراجېداى شي نو په دې حساب که يو ټن په ١١٥٠ افغانيو شي نو ١١٠زره ټنه يې١٢٦٥٠٠٠٠٠ افغانۍ کېږي چې دغه پيسې دا مهال د دولت خزانې پر ځاى د نا مسوولو وسله والو او زورواکو جېبونو ته ورځي.

د يادونې ده، د بغلان د ياد کان ترڅنګ د هېواد په نورو کانونو کې هم غير قانوني او غير فني کيندنې روانې دي چې خلکو يې په اړه شکايتونه کړي او د مخنيوي غوښتنه يې کړې ده.

Visits: 152

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.