ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست کليو پراختيا رييس د فساد دوسیې په درلودو سربېره دنده ترسره کوي

د خوست کليو پراختيا رييس د فساد دوسیې په درلودو سربېره دنده ترسره کوي

author avatar
25 Apr 2021 - 09:42
د خوست کليو پراختيا رييس د فساد دوسیې په درلودو سربېره دنده ترسره کوي
author avatar
25 Apr 2021 - 09:42

خوست ښار (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې د خوست د کليو پراختيا او بیارغونې رييس له يوې خوا له څارنوالۍ سره دوسيه لري او له بل لوري يې د خدمت موده هم پوره شوې خو بيا هم له تېرو لسو مياشتو راهيسې د رياست چارې پر مخ بيايي.

عاشق الله اخلاص يار د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت د ۲۲۱۱۲ ګڼې مکتوب له مخې د ۱۳۹۸ لمريز کال د چنګاښ په ۱۱مه نېټه له لوګر ولايت څخه خوست ته په خدمتي ډول تبديل شوی دی.

هغه سندونه چې پژواک ترلاسه کړي، له شپږو مياشتو وروسته د نوموړي خدمتي موده د ۱۳۹۹ لمريز کال د چنګاښ تر ۳مې نېټې پورې تمديد شوه او يو کال ته وغځېده.

تازه د خوست ملي امنيت رياست د روان ۱۴۰۰ لمريز کال د وري په ۹مه خوست ولايت مقام ته د ۳۵ په ګڼه مکتوب لېږلی او په کې ويل شوي چې له ولسمشر پرته بل څوک حق نه لري چې له يوه کال څخه زيات د يوه کس خدمتي موده وغځوي.

د سرچينې له قوله عاشق الله اخلاص يار د خوست د کليو پراختيا او بيارغونې د رييس په توګه د ګومارل کېدو هېڅ ډول اسناد نه لري خو بيا هم د رياست چارې پر مخ بيايي.

په مکتوب کې همدا ډول ويل شوي چې عاشق الله اخلاص يار په لوګر ولايت کې د اداري فساد دوسيه هم لري او يو ځل د حکومتي ځواکونو له خوا نيول شوی هم دی او بېرته په ضمانت خوشی شوی دى.

د سرچينې په وينا، د دې دوسيې له يوه کال څخه زيات وخت تېريږي، خو تر اوسه نهايي شوې نه ده او د ملکي خدمتونو قانون پر اساس که چېرې يو څوک پر اداري فساد تورن شي او د يو کال په جريان کې يې دوسيه نهايي نه شي، نو بست يې اعلان ته سپارل کېږي.

د ملي امنيت رياست په ځواب کې د خوست د پخوانى مرستيال والي په لاسليک د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت ته د وري په ۱۶مه مکتوب لېږل شوى او په دې برخه کې ترې د اجرااتو غوښتنه شوې.

د خوست پخواني مرستيال والي عبدالواحد پټان پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې د دغه ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې رييس عاشق الله اخلاص يار د خدمتي مودې د پای ته رسېدو په اړه وزارت ته مکتوب لېږل شوی.

پژواک د هغه مکتوب کاپي هم ترلاسه کړې چې د روان ۱۴۰۰ لمريز کال د وري په ۱۶مه د مرستيال والي په لاسليک د بشري سرچينو رياست له خوا د کليو پراختيا وزارت ته لېږل شوی دى.

دغه مکتوب کې راغلي: “د انکشاف دهات وزارت عالي محترم مقام ته! د نېکو هيلو په وړاندې کولو سره، د خوست ولايت د ملي امنيت رياست څخه (۳۵) ۹/۱/۱۴۰۰ ګڼه ليک ولايت مقام د بشري سرچينو رياست د استخدام امريت د خوست د انکشاف دهات رييس عاشق الله اخلاص يار د خدمتي مودې د پای ته رسيدو په اړه واصل چې البته د دې ليک په ذريعه د نوموړي ليک کاپي جنساً در واستول شو، عالي مقام څه ډول چې لازم ګني په خپله برخه کې به وړ هدايت عنايت کړي.”

د ولايت مقام د بشري سرچينو رييس نقيب الله متونوال هم وويل چې د عاشق الله اخلاص يار د خدمتي مودې پای ته رسېدو په اړه وزارت ته مکتوب لېږل شوی، خو تر دې دمه يې ځواب نه دى ورکړى.

د افغانستان د کار قانون په يو ١٠٢ ماده کې راغلي، که چېرې يو کارکوونکی د جرمونو په ارتکاب تورن شي، د نظارت يا څارنې، توقيف، څېړنې (تحقيق) او محاکمې په موده کې د هغه د دندې حقوق او امتيازونه ځنډول کېږي.

همدا ډول د ملکي خدمتونو قانون اوومې مادې په دويمه فقره کې راځي چې د ملکي خدمتونو کارکوونکو خدمتي موده له شپږو مياشتو څخه زياتېدای نه شي.

ورته مهال د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رييس عبدالرزاق همت هم پژواک ته وويل چې د ملکي خدمتونو قانون پر اساس له دويم ځل خدمتي مودې پوره کېدو وروسته د بيا ځل لپاره خدمتي موده نه شي تمديدلاى.

دغه راز په لوګر کې يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې عاشق الله اخلاص يار د مرکز پل علم د جيک په نوم سړک کې پر اداري فساد تورن دى.

هغه وويل: “دغه سړک شاوخوا شپږ کيلومتره دى، خو کيفيت يې بېخي خراب دى او اوس د له منځه تلو په حال دى.”

خو سرچينې د دوسيې په اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

بل لور ته د خوست د کليو پراختيا او بيارغونې رييس عاشق الله اخلاص يار پژواک سره په خبرو کې بيا وويل چې دی د اړوند وزارت د لزوم ديد له مخې کار ته ادامه ورکوي. نوموړي همدا ډول زياته کړه، دی دا مهال په لوګر ولايت کې د اداري فساد کومه دوسيه هم نه لري.

خو د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت وياند فريدون اژند پژواک ته ومنله چې د خوست د کليو پراختيا او بيارغونې رييس خدمتي موده پای ته رسېدلې، خو زياتوي چې د قانون او اصولو له مخې به په دې برخه ژر اقدام وشي.

نوموړي همدا ډول دا هم ومنله چې عاشق الله اخلاص يار په لوګر ولایت د اداري فساد يوه دوسيه لري، خو وايي تر اوسه تورن دی او محکمې د هغه د محکومېدو حکم نه دی صادر کړی.

اژند زياته کړه، هر کله چې د محکمې حکم صادر شو، هغه وخت به د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د عاشق الله اخلاص يار په اړه اقدام وکړي.

بل لور ته د خوست پوهنتون استاد امیر بهير بيا وايي چې دا مهال په خپله د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر هم غیر قانوني د وزارت پر چوکۍ ناست دی، نو په حقوقي لحاظ د عاشق الله اخلاص يار د د‌ويم ځلې خدمتي مودې امر هم ناقانونه ګڼل کېږي.

ده‌ زياته کړه: ((له همدې امله  دا ډول غیر قانوني وزیر نه د تقرر صلاحیت لري او نه د رئيس د تبدیلۍ، ځکه هم وزیر غیر قانوني دی او هم يې امر غیر قانوني دی. خلاصه اوسنی نا قانونه وزیر د اشخاصو د ګومارلو او ليرې کولو قانوني واک نه لري.))

امير بهير د کليو پراختيا سرپرست وزير مجيب الرحمن کريمي ځکه غير قانوني بولي چې ويې نه شو کولاى له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د خوست ولايتي شورا يوه غړي جانمير ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اوسنيو حالاتو کې د کليو پراختيا او بيارغونې د رييس په توګه د عاشق الله اخلاص يار شتون او د هغه کړنې غير قانوني بڼه لري.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 462

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.