ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ته د چینايي سوله ساتو ځواکونو د راتک په اړه څرګندونې رسمي بنسټ نه لري

افغانستان ته د چینايي سوله ساتو ځواکونو د راتک په اړه څرګندونې رسمي بنسټ نه لري

author avatar
26 Apr 2021 - 14:10
افغانستان ته د چینايي سوله ساتو ځواکونو د راتک په اړه څرګندونې رسمي بنسټ نه لري
author avatar
26 Apr 2021 - 14:10

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۰):هغه مطلب چې «ممکن چین افغانستان ته سوله ساتي ځواکونه ولېږي» د نړیوالو اړیکو د یو چینایي شنونکي د څرګندونو له مخې خپور شوی او رسمي سرچینو یې په اړه څه نه دي ویلي.

ادعا: ځینې خلک فکر کوي چې افغانستان ته د چین سوله ساتي ځواکونه راځي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی عبدالصبور په دې اړه وایي:”ځینو رسنیو خبرونه خپاره کړي چې امریکایان ووځي، بیا چینایان افغانستان ته راځي… ما ويل د انګریزانو، روسانو او امریکایانو نوبت تېر شو، دا ځل چینایان راځي او بیا مو په غم اړوي.”

دغه راز د کابل ښار بل اوسېدونکی محمد نذیر بصیرزوی وایي:”په فیسبوک کې مې یو خبر ولید چې د امریکایانو تر وتلو وروسته چینایي ځواکونه افغانستان ته راځي، خو دا به سوله ساتي ځواکونه وي.”

له یادو دواړو مو وپوښتل چې افغانستان ته د چینایي سوله ساتو ځواکونو د راتګ خبره کومو سرچینو کړې، دواړو سم معلومات نه لرل.

حقیقت موندنه:

د امریکا متحده ایالتونو او د ناټو سازمان وړمه اوونۍ وویل چې له افغانستانه د خپلو پوځونو ایستل راتلونکې مې میاشت کې پیلوي او دغه لړۍ به د روان کال په سپټمبر کې بشپړه شي.

د چین (ساوت چاینا مارنینګ پوسټ) ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي احتمال لري چین له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په صورت کې دې هېواد ته سوله ساتي ولېږي.

یادې چینايي رسنۍ ته د نړیوالو اړیکو یوه شنونکي (سون چي) ویلي له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو په وتلو سره به په دې هېواد کې حالات خراب او د ګډوډۍ پر لوري لاړ شي.

سون چي ویلي چې که د افغانستان حالات د خرابۍ پر لوري لاړ شي او د چین سینکیانګ ایالت ته ګواښ متوجه کړي، بیا ممکن چین د ترهګرۍ پر ضد، نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي او سرحدي سیمو کې د جرمونو د مخنیوي په موخه سوله ساتي ولېږي او یا دا چې چین به په سیمه کې له نورو هېوادونو سره کار وکړي، ترڅو دلته سیاسي ټیکاو را منځته شي. هغه ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د دې توان نه لري چې د هېواد امنیت خوندي کړای شي.

دغه مطلب ویسا ورځپاڼې هم خپور کړی او په خواله رسنیو کې هم لاس په لاس شوی دی.

معروف عطایي لیکلي:” معتبره نشریه (Sout China Morning Post): کېدای شي د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان ته چينايي سوله ساتې ځواکونه راشي.”

له ځینو افغان چارواکو سره مو دغه موضوع شریکه کړه، خو هغوی ویل، نه غواړي چې په دې اړه تبصره وکړي، ځکه چې یادې څرګندونې د رسمي سرچینو څخه دي او دغه خبره یوازې یوه شنونکي کړې ده.

کابل کې د چین له سفارت سره مو هم دغه موضوع شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

پایله: ځینو خلکو د سون چي له څرګندونو داسې انګېرلې چې افغانستان ته د چینایي سوله ساتو ځواکونو د راتګ موضوع د دولتونو په کچه مطرح شوې ده، خو حقیقت دا دی چې یاده موضوع یوازې یوه شنونکي مطرح کړې ده.

پرېکړه: افغانستان ته د چینايي سوله ساتو ځواکونو د راتګ په اړه څرګندونې رسمي بنسټ نه لري.

Visits: 1538

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.