ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: هلمند ته تازه دمي ځانګړي ځواکونه ورسیدل

دفاع وزارت: هلمند ته تازه دمي ځانګړي ځواکونه ورسیدل

author avatar
3 May 2021 - 22:59
دفاع وزارت: هلمند ته تازه دمي ځانګړي ځواکونه ورسیدل
author avatar
3 May 2021 - 22:59

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۰) : د ملي دفاع وزارت وایي چې هلمند ولایت ته تازه دمي ځانګړي ځواکونه رسیدلي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان د غویي په ۱۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې د ځآنګړو ځواکونو یوه جوپه نن مازیګر لښکرګاه ښار ته رسیدلي او ډیر ژر به هلته چاڼیز عملیات پیل کړي.

دا ځواکونه وروسته له هغه هلمند ته رسیدلي چې له تیرې شپې راهیسې په لښکرګاه او شاوخوا سیمو کې سختې جګړې شوې دي.

سرچینی زیاته کړې چې لښکرګاه ښار ته نږدې سیمه کې د افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې، د حاجي رحمت الله شبکې پورې اړوند مولوی کرامت د لښکرګاه په نږدې سیمه کې د طالبانو د جګړې مسوول او د واشیر ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمیسیون مسوول وو د بولان په سیمه کې ووژل شو.

د هلمند ولايتي شورا رئيس عطاء الله افغان وايي لښکرګاه ښار محاصره دی او د دوه شپو جګړو پر مهال اتلس امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده ، لس پوستي په ناوه ولسوالۍ او شاهراه باندي سقوط شوی دي.
افغان وايي که د وضعيت کابو کولو لپاره اقدام ونه شي د لښکرګاه ښار د سقوط ويره ډيره ده.

 

Views: 1039

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.