ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښار په چاودنه کې یو تن وژل شوی، ۱۳ ټپیان دي

د خوست ښار په چاودنه کې یو تن وژل شوی، ۱۳ ټپیان دي

author avatar
4 May 2021 - 20:18
د خوست ښار په چاودنه کې یو تن وژل شوی، ۱۳ ټپیان دي
author avatar
4 May 2021 - 20:18

خوست ښار ( پژواک، ۱۴ غوايي ۱۴۰۰): خوست کې موټر سايکل بم چاودنې يو ماشوم وژلی او د دوو پوليسو په ګډون يې ۱۳ ملکيان کړي دي.

د امنيتي چارواکو په وينا، دغه چاودنه نن د غوايي په ۱۴مه روژه ماتي ته نېږدې د دغه ولايت مرکز اړوند د لکڼو په مکتب بازار کې شوې.

د خوست امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي برخې مسوولين وايي، چاودنه د ګڼې ګوڼې څخه په ډک ځای کې شوې، چې له کبله يې يو ماشوم وژل شوی او د یو پوليس په ګډون ۱۳ ملکيان ټپيان شوي دي.

هغوی وايي، ټپيان په وخت سره ملکي روغتون او د‌ ښار شخصي روغتونونو ته وړل شوي دي.

په خوست ښار کې د بابريګل په نوم د شخصي کلينيک يو تن موظف ډاکتر پژواک ته وويل چې دوی ته د‌ پېښې له ځايه نهه تنه ټپيان ور وړل شوي، چې يو تن يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

اخوا د خوست عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک اژانس ته وويل، چې ملکي روغتون ته له يادې پېښې پنځه ټپيان ور وړل شوي، چې درې ملکیان او دوه نظاميان دي.

نوموړي د‌ ټپيان روغتيايي حالت د ډاډ وړ وښود.

د‌ دغې چاودنې مسوولیت تردې دمه چا په غاړه نه دی اخيستی.

Visits: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.