کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۰): ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د ولسمشر غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه.
له ارګ څخه د غویي په ۱۵مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پیل کې ولسمشر غني له خصوصي سکتور او پانګونوالو څخه د ملاتړ په برخه کې د دولت پر تعهد ټینګار وکړ وې ویل، د بین المللي ټولنې په اقتصادي ژمنو کې هیڅ راز بدلون نه دی راغلی او ټولو پانګوالو او ملي سوداګرو ته یې څرګنده کړه چې په اعتماد سره پانګونه وکړي.
وروسته د پانګونې اسانتیا واحد رئیس، د مزارشریف ګازي برېښنا ۵۰ میګاواټه تولیدي مشارکت قرارداد غونډې ته وړاندې کړ چې غونډې په پرنیسب کې تصویب او د پانګونې اسانتیا واحد ته دنده وسپارله چې وروستي پړاوونه یې تعقیب کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ورپسې د اجنډا مطابق د کانونو او پټرولیم وزیر د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پېر او صادراتو د اسانتیا طرزالعمل غونډې ته وړاندې کړ چې اقتصادي عالي شورا تصویب کړ. همداراز یې مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې په هرو شپږو میاشتو کې یې د تطبیق په اړه اقتصادي عالي شورا ته راپور ورکړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر هارون چخانسوري (په کوچني او ستر مقیاس) په ننګرهار ولایت کې د شوکاڼي معدني سیمو د بلاک بندۍ طرحه غونډې ته وړاندې او پیشنهاد یې وکړ چې مخکېني قراردادونه فسخ او د ذکر شویو سیمو د نوی بلاک بندۍ پر بنسټ دې دوباره ایلان ته وسپارل شي.
د اقتصادي عالي شورا یاده طرحه تایید، مخکېني قراردادونه فسخ او د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارله چې په کوچني او متوسط مقیاس د معدنکارۍ نوې سیمې نوې داوطلبۍ ته وسپاري او د تصویب په موخه دې کابینې ته وړاندې کړي.
Visits: 50
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن