ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوویډ-۱۹ برخې ځینو کارکوونکو د څو میاشتو معاشونه نه دي اخیستي

د کوویډ-۱۹ برخې ځینو کارکوونکو د څو میاشتو معاشونه نه دي اخیستي

author avatar
9 May 2021 - 08:23
د کوویډ-۱۹ برخې ځینو کارکوونکو د څو میاشتو معاشونه نه دي اخیستي
author avatar
9 May 2021 - 08:23

کابل(پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۰): د یو شمېر روغتونونو د کوویډ-۱۹ برخې کارکوونکي د څو میاشتو معاشونو نه ترلاسه کولو له امله اندېښمن دي او ګواښ کوي چې که یې ستونزه هواره نه شي، د کرونا درېیمې څپې پرمهال به کار ته دوام ورنه کړي.

پژواک خبري اژانس په کابل، کندهار، ننګرهار، هرات، خوست، نیمروز او بامیان ولایتونو کې د کرونا برخې له یو شمېر کارکوونکو سره خبرې کړې چې ډېری مرکه کېدونکو د څو میاشتو معاشونو نه ترلاسه کولو له امله شکایت کړی دی.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۸ کال په لېندۍ میاشت کې د چین په واهان، وروسته نورو هېوادونو ته خپور شو، افغانستان کې یې لومړۍ مثبته پېښه د همغه کال د کب په پنځمه په هرات ولایت کې ثبت شوه.

په هرات کې د لومړۍ پېښې له ثبتېدو وروسته عامې روغتیا وزارت ځینې روغتونونه د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړي کړل او له دې ویروس سره د مبارزې لپاره یې د لوړې حق الزحمې په بدل کې په دغو روغتونونو کې ډېر کارکوونکي وګومارل.

روغتیایي مسوولین: د کوویډ-۱۹ کارکوونکو ستونزو ته دې ژر رسېدنه وشي

خوست:

خوست په ټوله کې د کرونا برخې ۲۱ روغتیایي کارکوونکي لري چې له څلورو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي.

د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکتر حبیب شاه انصاري وویل، یوازې د کرونا برخې نه بلکې د نورو برخو روغتیایي کارکونکو هم معاشونه نه دي اخیستي. هغه څرګنده کړه چې د روغتیا او مالیې وزارتونو ترمنځ د ستونزې له امله د کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

نیمروز:

د نیمروز د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکتر فریدالله نصرت پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې د کرونا برخې کارکوونکو ته له درېیو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي. هغه وویل: “د کارکوونکو د معاشونو نه ورکړې لامل دا دی چې د کوویډ-۱۹ بودیجه په لومړۍ څپه کې تثبیت شوې وه؛ خو په نورو څپو کې چې د خپرېدو په حال کې دي، بودیجه د تصویب په حال کې ده.”

په ورته مهال د نیمروز د کوویډ-۱۹ په روغتون کې نرسې شبنم مومن پژواک ته وویل، د دې په ګډون لسګونو کسانو له درېيو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي اخیستي. هغې زیاته کړه: “د معاشونو نه ورکړې یوازې زموږ د ژوند په چارو نه، بلکې زموږ پر کاري چارو هم ناوړه اغېز کړی دی.”

هرات:

د هرات د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالحکیم تمنا وویل چې یوازې د کرونا برخې او یو شمېر قراردادي کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي؛ خو د نورو برخو بیا ورکړل شوي دي.  د هغه په وینا، ښایي ستونزه په نږدې راتلونکي کې هواره شي.

کندهار:

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد طاووس اشرف نادري پژواک ته وویل چې د کرونا برخې کارکوونکو له څلورو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي اخیستي چې له امله یې دغه کارکوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. هغه زیاته کړه، د کرونا برخې کارکوونکو سربېره، د (صحتمندۍ) پروژې ځینو کارکوونکو هم معاشونه نه دي اخیستې.

ننګرهار:

په ننګرهار کې د کرونا برخې ځینې کاروکوونکي وایي، له درېیو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دوی له ډلې ځینو یې چې د نوم له اخیستو ډډه کوله وویل چې د معاشونو نه ورکول خامخا د خدمتونو په وړاندې کولو منفي اغېز کوي او د کارکوونکو د زړه مات والي لامل کېږي. هغوی ګواښ وکړ چې که یې معاشونه ورنه کړل شي دندو ته دوام نه ورکوي.

کابل:

په کابل ښار کې د افغان-جاپان روغتون یوه کارکوونکي د نوم نه اخیستو په شرط پژواک ته وویل: “دوه میاشتې کېږي چې د دې روغتون هېڅ کارکوونکي معاش نه دی اخیستی.”

نوموړي خپلو اقتصادي ستونزو ته اشاره وکړه ویې ویل چې که اړ نه وي په داسې ځای کې چې کرونا هره ورځ دی او کورنۍ یې ګواښي، دنده نه ترسره کوي. هغه وویل، که یې له دې وروسته معاش ورنه کړل شي اړ دی ځانته بل کار ولټوي او دا خطرناکه دنده پرېږدي.

هغه زیاته کړه: “که مې معاش ژر رانه کړل شي، حاضر نه یم چې د کرونا په درېیمه څپه کې ځان، کورنۍ او خپلوان له خطر سره مخ کړم.”

په دې روغتون کې یوه موظف ډاکتر هم د معاشونو په نه ورکړې نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغې ستونزې د ډاکترانو پر روحیه او روغتیایي خدمتونو پر عرضه منفي اغېز کړی دی.

هغه د یاد روغتون د ځینو کارکوونکو اقتصادي ستونزو په اړه وویل، هغه څوک چې په کور کې د خوراک ډوډۍ نه لري، څنګه کولای شي ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

د افغان-جاپان روغتون کارکوونکو د افغانانو کورنیو د مواظبت (CAF) موسسې پر فعالیت چې په یاد روغتونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول پر غاړه لري، نیوکه وکړه او ویې ویل، له هغې ورځې چې له دې موسسې سره تړون شوی، معاشونه یې پر وخت نه دي ترلاسه کړي.

هغوی وایي، اوس یاده موسسه هوډ لري چې د دې روغتون ځينې کاکوونکي له دندو منفک کړي چې دغې پرېکړې کارکوونکي اندېښمن کړي دي.

په کابل کې د کوویډ-۱۹ برخې کارکوونکو د ستونزې د حل په موخه ولسي جرګې ته عریضه کړې ده.

ولسي جرګې ته د کابل ښار د کوویډ۱۹ برخې کارکوونکو په استول شوي لیک کې راغلي چې په کابل کې د کرونا برخې ۶۸ روغتیایي کارکوونکو له ۷ میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

سرچینې لیکلي: “کله چې کرونا ډېره شوه، ټولو خلکو د له منځه تلو د ډار په حالت کې وخت تېراوه؛ خو موږ د ټولنې پر وړاندې د مسوولیت په درک کولو سره شپه او ورځ کار کاوه.”

په دې لیک کې راغلي چې د ځینو دغو روغتیايي کارکوونکو کورنۍ په دې ناروغۍ اخته شوې او یو شمېر نور بیا مړه شوي؛ خو له ټولو ستونزو سره سره یې په صادقانه ډول دندې ترسره کړې، خو له بده مرغه چې معاشونه یې نه دي ورکړل شوي.

مسوولین: دغه ستونزه به تر راتلونکو دوو اوونیو هواره شي

په عامې روغتیا وزارت کې د سوق او کرونا ادارې رییس میرلیث مصطفی پژواک ته تایید کړه چې د کرونا برخې سلګونو کارکوونکو د مالیې وزرات له خوا د رامنځته شوې ستونزې له امله د څو میاشتو معاشونه نه دي اخیستي.

هغه وویل: “د روغتیایي کارکوونکو د معاشونو نه ورکړې ستونزه د عامې روعتیا وزارت له خوا نه، بلکې د مالیې وزارت له خو رامنځته شوې ده.”

نوموړي وویل چې د روغتیایي کارکوونکو له درې تر څلورو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي. هغه زیاته کړه:”ستونزه حل شوې او ژر به لومړی د کرونا برخې او بیا د نورو روغتیایي پروژو کارکوونکو ته معاشونه ورکړل شي.”

دغه راز په افغان-جاپان روغتون کې د (CAF) پروژې مسوول خادم علي عاطفي پژواک ته وویل چې دغه ستونزه یوازې په افغان- جاپان روغتون کې نه، بلکې په ټول هېواد کې شته.

نوموړي د دې په یادولو چې دغه ستونزه یې له روغتیا وزات سره شریکه کړې زیاته کړه: “عامې روغتیا وزارت ژمنه کړې چې ژر به د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو ستونزه هواروي.”

عاطفي د افغان-جاپان روغتون د ځینو کارکوونکو له دندو ګوښه کول رد کړل او ویې ویل، افغانستان د کرونا په درېیمه څپه کې قرار لري او د کارکوونکو کمول منطقي نه دي.

خو د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع پژواک ته وویل چې د کوچني اختر او روژې د رارسېدو په مناسب د ټولو دولتي ادارو معاشونه د غویي تر میاشتې ورکړل شوي دي.

هغه په ځینو ادارو کې د کارکوونکو د معاشونو نه ورکړې په اړه وویل چې د یو شمېر دولتې ادارو په حواله جاتو کې د ستونزې له امله د هغوی معاشونه نه دي ورکړل شوي.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.