ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ٢٤ ساعتونو کې نړۍ کې څه دپاسه ١٣ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي

تېرو ٢٤ ساعتونو کې نړۍ کې څه دپاسه ١٣ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي

author avatar
9 May 2021 - 15:31
تېرو ٢٤ ساعتونو کې نړۍ کې څه دپاسه ١٣ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي
author avatar
9 May 2021 - 15:31

کابل (پژواک،١٩ غويى ١٤٠٠) : د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ١٣ زره کسان د کرونا له امله مړه او شاوخو ٧٥٠ زره کسان پرې اخته شوي دي.

کرونا ويروس چې يوکال او څلور مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پيدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سيمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه روانه ده.

د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، چې د کرونا په اړه ارقام خپروي، تر نن ( د غويي ١٩مه، ) پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ١٥٨ ميليونه کسانو ته رسېدلې ده.

دغې سرچينې زياته کړې چې تراوسه څه باندې ١٣٠ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، درې ميليونه او ٢٩٠ زره کسان يې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو او ارقامو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ټوله نړۍ کې ٧٨٣ زره کسان پر کرونا اخته او څه دپاسه ١٣زره کسان مړه شوي دي.

د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې تر ټولو زيات ٤١٣٣ کسان په هندوستان کې مړه شوي، په برازيل کې ٢٠٩١ کسان، په امريکا کې ٦٤٨ کسان، په روسيه کې ٣٧٠، په ترکيه کې ٢٨١ او په ايټاليا کې ٢٢٤ کسان مړه شوي دي.

دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هندوستان کې څه دپاسه ٤٠٠ زره کسان، په برازيل کې٦٣ زره کسان، په امريکا کې ٣٥ زره کسان، په فرانسه کې ٢٠ زره او په ترکيه کې ١٨ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې تراوسه ٣٣ ميليونه او ٤٤٠ زره ، په هندوستان کې ٢٢ ميليونه ، او په برازيل کې  ١٥ ميليونه  کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په امريکا کې ٥٩٥ زره، په هندوستان کې ٢٤٢ زره او په برازيل کې ٤٢١ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانيه، ارجنټاين، چيلي، برېتانيا، ايټاليا، جرمني، ايران، ترکيه او پيرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه ٦٢ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٦٦٨ کسان مړه او څه باندې ٥٤ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.