ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر او ډاکتر عبدالله د پاکستان او بریتانیا د پوځ مشرانو سره پر سولې او امنیت خبرې وکړې

ولسمشر او ډاکتر عبدالله د پاکستان او بریتانیا د پوځ مشرانو سره پر سولې او امنیت خبرې وکړې

author avatar
10 May 2021 - 23:07
ولسمشر او ډاکتر عبدالله د پاکستان او بریتانیا د پوځ مشرانو سره پر سولې او امنیت خبرې وکړې
author avatar
10 May 2021 - 23:07

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۰) : ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې د پاکستان د پوځ مشر سره پر سولې او امنیت خبرې کړې چې د بریتانیا د پوځ مشر او د ای ایس ای مشر هم شتون درلود.

له ارګ څخه د غویي په ۲۰مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغو کتنو کې، د سولې پروسې، د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه اړیکو، په سولې پروسه کې د پاکستان د رول او په افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

ولسمشرغني په ټینګار وویل، د سولې په ټینګښت کې د سیمه ییزو هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هیواد اغېز ډېر مهم دی او دواړه ګاونډي هیوادونه له متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه لري.

هغه زیاته کړه، د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري او د طالبانو ټینګار پر پوځي حل لارې افغانانو ته د منلو نه دی او افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.

ولسمشر غني د دواړو هیوادونو ثبات د یوه بل مرتبط وباله او په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د تامین په برخه کې یې د پاکستان د موثر رول غوښتنه وکړه.

د پاکستان د پوځ مشر چې نن تر غرمې مخکې کابل ته رسیدلی و، د ملي روغې جوړې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم یې هم په لیدنه کې د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې دبریتانیا په منځګړیتوب ده افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزې د هواري هڅې پیل شوې دي، څو میاشتې مخکې د پاکستان او بریتانیا د پوځ مشرانو په بحرین کې له افغان پلاوي سره دوه ځلې لیدنې کتنې کړې دي.

Visits: 215

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.