ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ۷۰ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوې

په کندهار کې د ۷۰ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوې

author avatar
13 May 2021 - 10:57
په کندهار کې د ۷۰ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوې
author avatar
13 May 2021 - 10:57

کندهار (پژواک، ۲۳غويی ۱۴۰۰): چارواکي وايي، د کندهار په ۸ ولسوالیو کې ۷۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوي، ۱۱ نورې تر کار لاندې دي او د ۴۸ نورو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول منظور شوي دي.

د کندهار د پوهنې ریاست چارواکي دا د پوهنې د ودې په برخه کې لوی پرمختګ ګڼي او وايي چې له دې سره د ښوونځیو لپاره د ودانیو د کمښت ستونزه ۳۰ سلنه حل شوې ده.

د کندهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس انجنیر محمد نسیم ایوبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اړوند وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام اقرا برنامې تر چتر لاندې د کندهار په میوند، ژېړۍ، پنجوايي، ډنډ، دامان، ارغنداب، شاولیکوټ او ارغستان ولسوالیو کې ۷۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، دغه ودانۍ چې د ۶، ۸، ۱۰ او ۱۲ ټولګیو لرونکې دي، د جوړولو چارې یې تېر کال پيل شوې وي چې په دې وروستیو کې بشپړې شوي او د ګټې اخیستنې لپاره د پوهنې ریاست ته سپارل شوې دي.

د ده په خبره، د ۱۱ نورو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې روانې دي او په روان ۱۴۰۰ لمریز کال کې هم د ۴۸ نورو ښوونځيو د ودانیو جوړول منظور شوي چې د بودیجې له رسېدو سره به یې عملي چارې پيل شي.

نوموړي دا په تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د کندهار د پوهنې بهیر د ودې په برخه کې لوی پرمختګ وګاڼه او ویې ویل، په دغو ودانیو کې به په زرګونو هلکان او نجونې زده کړې کوي.

د کندهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د نوو ودانیو له جوړېدو سره به د ښوونځیو لپاره د ودانیو د کمښت ستونزه تر ډېره بریده هواره شي چې دا لویه لاسته راوړنه ده.

د یاد شوي ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، له دې سره اوسمهال د ښوونځیو لپاره د ودانیو د کمښت ستونزه ۳۰ سلنه حل شوې ده چې د پاتې ټولو ودانیو په جوړولو سره به دا ستونزه ۵۰ سلنه هواره شي.

د ده په خبره، د کندهار د پوهنې ریاست په تشکیل کې شاوخوا ۲۰۰ ښوونځي خپلې ودانۍ نه لري چې له امله یې په زرګونو زده کوونکي په کرايي کورونو او یا هم تر شنه آسمان لاندې زده کړې کوي.

خو له دې سره په خوا کې لا هم د کندهار د پوهنې بهیر پر وړاندې جدي ستونزې پرتې دي.

د کندهار د پوهنې رییس محب احمد روښان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت پوهنیز بهیر د اندېښنې وړ دی، ځکه په دې تېرو کلونو کې یې پر زیربناوو کار نه دی شوی.

هغه زیاته کړه، جګړه، اقتصادي فقر او په ټولنه کې د بې سواده قشر شتون لامل شوی چې پوهنیز بهیر یرغمل وساتي.

د ده په خبره، په تېرو ۱۸ کلونو کې غوره فرصتونه موجود وو خو په عمدي یا قصدي توګه د پوهنې بهیر د ودې او زېربناوو د رغولو لپاره کار نه دی شوی.

د روښان په وینا، د پوهنې بهیر پر څلور اصله مشتمل دی چې تشکیل، کتاب، ودانۍ او وړتیا لرونکی مامور دي، له بدغه مرغه چې دلته څلورو واړو دروند زیان لیدلی دی.

هغه وايي: ((موږ په کندهار کې ۱۱ زره ښوونکو ته اړتیا لرو، خو ټولې چارې په ۶ زره ښوونکو مخ ته وړو، هر کال د ۴ زره حق الزحمه ښوونکو تشکیل راکول کېږي خو دا چې معاش یې پر وخت نه دی او مسلکیت ته پام نه کېږي روحیه یې ځپل کېږي.))

ده زیاته کړه، د پوهنې ریاست د زده کوونکو لپاره ۲ میلیونه کتابونو ته اړتیا لري، خو يوازې ۴۰۰ زره کتابونه ورکړل شوي، دغه راز د معیاري ودانيو په برخه کې هم ګڼې ستونزې شته.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې د کلونو په تېرېدو د کندهار په ۶ ولسوالیو نېش، میانشین، خاکرېز، غورک، ښوراوک او معروف کې د پوهنې بهیر سقوط دی هلته یو ښوونځی هم نشته.

خو ده دا هم وویل چې د کندهار په ۳ میلیوني نفوس کې د ټولو زده کوونکو شمېر ۲۳۸ زره دی چې د ډېر تاسف وړ دی، ځکه دا په پوهنیز بهیر کې د خلکو کم رنګه ګډون ښيي.

خو روښان له مرکزي ادارې هم ګیله وکړه چې تل یې محاسبه د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ د مهال د ۱،۳ میلیونه نفوس پر سر کړې ده.

ده وویل، په دې وروستیو کې د کندهار د پوهنې بهیر د ودې او ستونزو د هواري په موخه هڅې پيل شوې چې ښې پایلې به و لري.

د کندهار والي روح الله خانزاده چې په خپله یې د پوهنې ریاست د چارو ارزونه پيل کړې او په دې موخه یې یوه کمېټه ګومارلې ده، وايي، د کندهار د پوهنې ریاست تر ټولو عمده ستونزه د تشکیل کمښت او د کتابونو او ودانیو نشتوالی دی.

د ده په خبره، د دغې ستونزې د حل په موخه ولسمشر د کندهار لپاره د ښوونکو ۳۸۰۰ بستونه منظور کړل.

دغه راز دی وايي، ژمنه شوې چې تر راتلونکو دوو میاشتو کندهار ته ۱۶۰۰ زره درسي کتابونه هم راولېږدول شي.

د ودانیو د کمښت په برخه کې والي د نوو ودانیو پر جوړولو خوښي وښودله او ویې ویل، دغه اقدام له کلونو وروسته د کندهار معارف د پياوړتیا او پرمختیا په برخه کې بې ساری دی.

دی زیاتوي، له نوو جوړو شوو ودانیو په ګټې اخیستنې به زرګونو زده کوونکو ته د زده کړې سالم او عصري چاپېریال برابر شي، خو په لرې پرتو ولسوالیو کې د پوهنې په برخه کې لا ډېر کار او پرمختګ ته اړتیا ده.

نوموړي وویل، د معارف د اصلاح کمېټه د ښار او ولسوالیو په کچه د معارف ستونزو ته رسیدګي کوي چې تر دې مهاله یې د اخلاقي او مالي فساد اړوند مستند اسناد ترلاسه کړي او ډېر ژر به یې په اړه قانوني اجراات وشي.

د کندهار اوسېدونکي د ښوونځيو لپاره د نوو ودانیو په جوړېدو خوشحاله دي، خو له پوهنې ریاست څخه غوښتنه کوي چې معیار او کیفي برخې ته یې هم پام وکړي او د ښوونکو او د کتابونو د کمښت ستونزه دې هواره کړي.

دغه راز هغوی پر چارواکو غږ کوي چې د ودانیو جوړولو چارې دې لرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي څو هلته هم د پوهنې سقوط شوی بهیر ژوندی شي.

د یادونې ده چې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ په دې ولایت کې لا هم د تشکیل د کمښت، ناامنیو او نورو ستونزو له امله ۱۳۷ ښوونځي تړلي دي او یوازې ۳۴۷ پرانیستي دي.

Visits: 58

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.