ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان والي: طالبانو اوربند ماتولو سره پر دولتي ځواکونو بریدونه کړي

د اروزګان والي: طالبانو اوربند ماتولو سره پر دولتي ځواکونو بریدونه کړي

author avatar
14 May 2021 - 22:44
د اروزګان والي: طالبانو اوربند ماتولو سره پر دولتي ځواکونو بریدونه کړي
author avatar
14 May 2021 - 22:44

ترینکوټ (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۰) : د ارزګان والي وایي چې وسله والو طالبانو اوربند مات او په څو سیمو کې یې وسله وال بریدونه کړي دي.

د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد نن د غویي په ۲۴مه، رسنیو ته په یوه استول شوې ویډیویي پیغام کې ویلي چې وسله والو طالبانو ددغه ولایت په یوشمېر سیمو کې د دولتي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان او امنیتي پوستو بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

شېرزاد وایې، هغوی نن سهار د تنابچي په سیمع کې پر اکمالاتي کاروان برید کړی او همدارنګه یې مرکز ترینکوټ کي د شهید امرالله په نوم د افغان ځواکونو پر یو بیس حمله کړې ده.

د هغه په وینا، دغو وسله والو بریدونو کي د ملي اردو یوسرتیری وژل شړی او یوهم ټپی دي.

والي محمد عمر شیرزاد وایې، طالبانو د اختر په دریېو ورځو کې د اوربند اعلان کړی، خو ددې سره سره یې بیا هم د تل په څېر خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.

ده زیاته کړه چې ددوی دغه ډول کړني ددې ښکارندویه دي چې دغه ډله یوازې نمایشي کارونه ترسره کوي او همدارنګه پر خپلو جنګیالیو کنټرول نه لري.

د ارزګان کي چارواکي په داسي حال کي طالبان د اوربند په نقصد تورنوي، چي د اختر لومړۍ او دوهمه ورځ د هیواد په ګوډ ګوډ کې د هیواد په یوشمېر ولایتونو کې د چاودونو له امله ولسي مرګ ژوبله هم اوښتې.

وسله والو طالبانو تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.