ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میرزکوال: تېر کال په کندوز کې د ١٢ ميليارده افغانيو په لګښت پروژې پلې شوې دي

میرزکوال: تېر کال په کندوز کې د ١٢ ميليارده افغانيو په لګښت پروژې پلې شوې دي

author avatar
17 May 2021 - 11:50
میرزکوال: تېر کال په کندوز کې د ١٢ ميليارده افغانيو په لګښت پروژې پلې شوې دي
author avatar
17 May 2021 - 11:50

کندوز ښار (پژواک، ٢٧ غويى ١٤٠٠): د کندوز والي وايي چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت بېرته ښه شوى او وسله وال مخالفين نور نه شي کولاى دغه ولايت ته سقوط ورکړي.

د کندوز والي عبدالستار ميرزکوال پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم وسله والو طالبانو په کندوز کې خپلو بريدونو ته زور ورکړ.

هغه وايي، طالبانو غوښتل چې دغه ولايت ونيسي خو امنيتي ځواکونو يې بريدونه دفع کړل او اوس هر څه په کنټرول کې دي.

ده زياته کړه: ((خلک دې ډاډه و اوسي، موږ د طالبانو بريدونه په ښار او ولسواليو کې دفع کړي دي، نه شي کولاى چې ښار ته سقوط ورکړي.))

د هغه په خبره، وسله والو طالبانو د لويو لارو په اوږدو کې سوداګرو او د سوداګرو مالونو ته ستونزې جوړولې چې امنيتي ځواکونو تر ډېره دغه مشکلات هم حل کړي دي.

د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونو د کندوز له ولسواليو او ښار څخه د دفاع لپاره پوره چمتووالى نيولى دى.

خو والي بيا دا هم وايي چې وسله وال طالبان نور له جګړې ستړي شوي او د سولې لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.

ميرزکوال دا هم وويل چې په تېر يو کال په دغه ولايت کې د شاوخوا ١٢ ميليارده افغانيو په لګښت سلګونه پروژې پلې شوې دي.

ده زياته کړه: ((په تېر يو کال کې تر اوسه ٤٢٤ پروژې تطبيق شوې او ګټې اخيستې ته سپارل شوې او ٧٢٧ نورې پروژې تر کار لاندې دي چې ژر به بشپړې شي.))

د نوموړي په وينا، په دغو پروژو کې تر ټولو مهمې يې د دشت ارچي او شاه روان کانلونه دي چې زرګونه جريبه ځمکه خړوبوي.

د يادونې ده، کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې تر اوسه يې دوه ځلې سقوط کړى دى.

Visits: 130

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.