ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د باچا خان کورنۍ د لر و بر پښتنو د يووالي سمبول پاتې شوې ده”

“د باچا خان کورنۍ د لر و بر پښتنو د يووالي سمبول پاتې شوې ده”

author avatar
18 May 2021 - 17:14
“د باچا خان کورنۍ د لر و بر پښتنو د يووالي سمبول پاتې شوې ده”
author avatar
18 May 2021 - 17:14

جلال اباد (پژواک، ۲۸ غويی ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د عدم تشدد د سرلاري باچا خان د نږور او د پښتون سياستوال عبدالولي خان د مېرمنې او سياستوالې مېرمن نسيم ولي خان د فاتحې مراسم ترسره شول.

د فاتحې د دغو مراسمو ګډونوالو په خپلو ويناوو کې د مېرمن نسيم ولي خان سياسي ژوند په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو د حقونو تر لاسه کولو لپاره ګټور ياد کړ او هغه يې يواځينۍ پښتنه مبارزه ياده کړه چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ يې سياست وکړ او هېڅکله د پاکستان غوښتنو ته تسليم نه شوه.

د مېرمن نسيم ولي خان د فاتحې مراسم د غويي په ۲۸مه جلال اباد ښار کې د باچا خان کمپلېکس کې ترسره شول چې د ختيځ زون د بېلابېلو سيمو خلکو په کې برخه اخیستې وه.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د فاتحې په مراسمو کې مبارزې او فولادي مېرمن بېګم نسيم ولي خان ته د مغفرت، د باچا خان کورنۍ غړو او ټولو پښتنو ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.

نوموړي د بېګم نسيم ولي خان مړينه لويه ضايعه وبلله او د دې مبارزې مېرمنې د ژوند، سياست، هلو ځلو او فکري ويښتيا په برخه کې د هڅو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

هغه وويل، نوی نسل بايد د دا ډول شخصيتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او د دوی تګلاه تعقیب کړي، ترڅو له شته ناخوالو خلاص شو.

امرخېل په هېواد کې د څو لسيزو جګړو او د سولې روانو خبرو ته په اشارې وويل: ((د باچا خان فکر سوله ییز دی، د هغه فکر له اسلام څخه اخیستل شوی و، په هېواد کې ډېرې جګړې وشوې؛ خو نن د هغه د فکر لار تعقيبيږي او د سولې خبرې روانې دي.))

فاتحې ته راغليو کسانو د عدم تشدد د سرلاري باچا خان کورنۍ د لر بر پښتنو د يووالي سمبول وبلله او يادونه يې وکړه چې دغې کورنۍ د تاريخ په اوږدو کې پر پښتون د شوي ظلم خلاف غږ پورته کړی دی.

په ننګرهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ استازي شريف الله ناصري وويل، لکه څرنګه چې اوس د پښتنو د حق غوښتنې پر مبارزينو کوزه پښتونخوا کې د پاکستاني رياست له خوا ظلمونه روان دي، په تېر کې د دغه ظلم قرباني د باچا خان کورنۍ او خپله باچا خان ورکړې ده.

د فاتحې په پای کې عمومي دعا وشوه، چې په کې بېګم نسيم ولي خان ته د بښنې، د باچا خان کورنۍ او ټولو پښتنو ته د تسليت مراتب وړاندې او پښتون قوم ته د يووالي هيله وشوه.

مېرمن نسيم ولي خان داسې وخت سياست ته رادانګلي و چې پاکستاني حکومت د پښتنو په ټولو رهبرانو سياسي بنديزونه لګولي و او د باچا خان د کورنۍ ټول نارينه بنديان شوي و.

ميرمن ولي خان په پاکستان کې د نيشنل ګوند د بنسټ اېښودونکو له ډلې او د ډېرو کلونو لپاره د دغه ګوند مشره پاتې شوې ده.

Visits: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.