ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: له افغانستان سره په درې برخو کې مرستو ته دوام ورکوو

ناټو: له افغانستان سره په درې برخو کې مرستو ته دوام ورکوو

author avatar
21 May 2021 - 17:06
ناټو: له افغانستان سره په درې برخو کې مرستو ته دوام ورکوو
author avatar
21 May 2021 - 17:06

کابل (پژواک، ۳۱غویی ۱۴۰۰) : د ناټو سرمنشي وایي چې د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ نوی فصل پرانیزي او په درې برخو کې همکاري کوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن د غويي په ۳۱مه په فرانسه کې د یاد هېواد له ولسمشر امانویل ماکرون سره د لیدنې پرمهال دغه څرګندونې کړې دي.

د ناټو له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده لیدنه کې په افغانستان او عراق کې د ترهګرۍ پرضد د مبارې په اړه خبرې شوې دي.

د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د دندې د پای ته رسېدو په اړه ویلي: (( په افغانستان کې د خپل ماموریت له پای ته رسېدو سره نوی فصل پرانیزو.))

هغه زیاته کړې : ((په راتلونکې کې د ناټو ملاتړ په درې اصلي برخو کې دی لومړی موږ تصمیم لرو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وړتیا په لوړولو او مشورې برخه کې او د دغه راز د دومداره مالي مرستې برخه کې ملاتړ وکړو، دویم موږ تصمیم لرو چې افغان ځانګړو ځواکونو ته له افغانستان څخه بهر نظامي زده کړې ورکړو او درېیم موږ د کابل هوایي ډګر د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بودیجې په لټه کې یو چې ورته یې برابره کړو.))

د ناټو سرمنشي ویلي چې له افغانستان سره په دغو برخو کې مرسته د ناټو غړي هېوادونه په دې قادروي چې د افغانستان له خلکو سره مرستې او د سولې هڅو ته دوام ورکړي.

د یادونې دوه چې د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې د ناټو په ګډون ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

Visits: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.