ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او پاکستانيو چارواکو تورخم کې سوداګرو ته د اسانتياوو پر برابرولو ټينګار وکړ

افغان او پاکستانيو چارواکو تورخم کې سوداګرو ته د اسانتياوو پر برابرولو ټينګار وکړ

author avatar
26 May 2021 - 14:44
افغان او پاکستانيو چارواکو تورخم کې سوداګرو ته د اسانتياوو پر برابرولو ټينګار وکړ
author avatar
26 May 2021 - 14:44

جلال اباد (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار ګمرک رياست چارواکو په تورخم کې له پاکستانيو مسوولينو سره د سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې اترې کړي او د اسانتياوو په رامنځته کېدو يې ټينګار کړی دی.

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتر څخه د غبرګولي په ۵مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ګمرک رييس خان زمان امرخېل تورخم ښارګوټي ته د سفر پرمهال له پاکستاني لوري سره د سوداګرو ستونزو د حل په اړه غونډه کړې ده.

په خبرپاڼه کې يادونه شوې چې دواړو لوريو د سوداګرو پر ستونزو د بحث ترڅنګ په دې اړه هم خبرې کړې دي چې دغو ستونزو ته حل لارې څنګه پيدا کېدلی شي.

د رسنيو دفتر خبرپاڼه کې د ننګرهار ګمرک رييس له قوله راغلي چې له پاکستاني لوري سره يې د ناستې پرمهال د بار وړونکو موټرو د ځنډېدو د مخنیوي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه په همغږۍ او همکارۍ ټينګار کړی دی.

بل لورته د ننګرهار د ګمرک رييس وايي، ډېر کله سوداګرو په تورخم کې د ساحې له کمښت څخه شکايت درلود چې په پروني سفر کې يې د تورخم د ګمرک ساحه ارزولې او د تورخم ګمرک ساحې د پراختيا سروې ترسره شوې ده.

دی وايي، تورخم کې ډېره ساحه د ګمرک اړوند ده، خو هلته په کې سوداګرو بټۍ او یو شمېر نور فعالیتونه کول چې له سوداګرو او بټۍ والو يې وغوښتل چې ژر تر ژره د ګمرک ساحه تخلیه کړي.

دی زياتوي، د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل هم تورخم کې د ګمرک ساحې پراخوالي باندې تاکید وکړ او غوښتنه يې وکړه چې تورخم کې باید سوداګرو او سوداګریزو مالونو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

Visits: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.