کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د اصغر افغان د ناسمو پریکړو له امله زمبابوی لومړۍ ټسټ لوبه وګټله، او په همدې توګه یې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې کړی دی.
د افغانستان او زمبابوی ترمنځ ددوو ټسټ لوبو لړۍ څه موده مخکې ترسره شوې وه، چې دواړو لوبډلو یوه یوه لوبه ګټلې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د غبرګولي په ۱۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه، او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره به ډیر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه پاتې وي.
د یادونې وړ ده، چې د تیر نړیوال جام پر هم د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې او پر ځای یې ګلبدین نایب ټاکلی و، چې په نړیوال جام کې د لوبغاړو ترمنځ د اختلافاتو له امله افغانستان څو ګټلې لوبې بایللې وې.
په ټولنیزو شبکو کې سلګونو کاروونکو د کرکټ بورډ ددې پریکړې هرکلی کړی دی.
Visits: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن