ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شبرغان کې یوناني طبيب ادعا کوي چې په ترکیبې درملو د کرونا د ناروغانو درملنه کوي

په شبرغان کې یوناني طبيب ادعا کوي چې په ترکیبې درملو د کرونا د ناروغانو درملنه کوي

کابل او شبرغان (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰): هغه کس چې په شبرغان ښار کې یې د یوناني طب له لارې سلګونو بېلابېلو ناروغیو درملنه کړې، ادعا کوي چې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره هم ترکیبې درمل جوړوي او هره ورځ یې لسګونه کسانو ته وېشي.

خو ډاکتران وايي چې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره په نړۍ کې له واکسین پرته نور درمل نه دي جوړ شوي، دوی له خلکو غواړي چې له یوناني درملو د استفادې پر ځای روغتیايي لارښوونې مراعات کړي.

د فیض الله مخدوم په نوم دغه ۷۰ کلن کس چې د شبرغان ښار اوسېدونکی دی، له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې په یوه دوکان کې یوناني طبابت کوي.

هغه له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د هېواد په داخل کې سلګونه ډوله نباتي بوټي شته چې له هغو د بېلابېلو ناروغیو درملنې لپاره درمل جوړوي او ناروغانو ته یې وېشي.

فیض محمد په داسې حال کې چې له دوو مراجعینو سره یې خبرې کولې او له هغوی یې ناروغي پوښتله، زیاته کړه، په یوه ورځ کې د ښځو په ګډون له ۱۰ تر ۲۰ کسان د یوناني درملو لپاره ده ته مراجعه کوي.

دغه پخواني طبیب چې یوناني طبابت یې له پلرونو زده کړی، ادعا وکړه: “د طبي بوټو په وسیله مې د ډېرو ناروغانو درملنه کړې او ان په هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته مې درمل جوړ کړل چې د کرونا ناروغي پرې درملنه کېږي.”

هغه چې د کرونا درملو د ترکیب په اړه یې معلومات ور نه کړل، وویل: “له شاوخوا لس بوټو یې یوه جوشانده برابره کړې چې د کرونا ناروغان یې وڅښي، ناروغي یې له خطر پرته په ښه ډول تېرېږي او که څوک جوړ وي، ویې څښي، پر کرونا نه اخته کېږي.”

نوموړي د دې په څرګندولو سره چې ان له ګاونډیو ولایتونو ورته خلک راځي او د کرونا ترکیبې درمل ترې اخلي، زیاته کړه: “د درملنې لپاره له هر ناروغ څخه له ۱۵۰ تر ۴۰۰ افغانۍ اخلم.”

دغه طبیب وویل: “عموماً هغه ناروغان راځي چې عقیدوي خلک دي او پر یوناني طبابت باور لري.”

د شبرغان اوسېدونکي: د مخدوم یوناني طبیب درمل د کرونا ناروغان روغوي

حمیدالله چې ۲۰ ورځې مخکې یې مېرمن د کرونا پر ناروغۍ اخته شوې وه، د دغه طبیب له ترکیبې درملو استفاده کړې او روغه شوې ده، اوس راغلی چې له مخدوم څخه یوه اندازه نور درمل هم وپېري.

نوموړی د هغو کسانو په لیکه کې ولاړ و چې د کرونا ترکیبې درملو د پېر لپاره راغلي وو. هغه پژواک ته وویل: “مېرمن مې پر کرونا اخته وه، وضعیت یې خراب و، زموږ یوه دوست مشوره راکړه چې د مخدوم صېب ترکیبې چای واخلم، چای مې واخیست او څو ځلې مې دم کړ او ویې څښه، ساه لنډي یې چې درلوده، ښه شوه.”

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، د مخدوم د درملو د ترکیب په اړه معلومات نه لري او نه پوهېږي چې له کومو بوټو جوړ شوي، زیاته کړه: “اوس راغلی یم چې د پښو درد لپاره له طبیب څخه درمل واخلم، مخدوم صاحب نېک لاس لري.”

په ورته وخت کې د تردي مراد مشفق په نوم بل مراجعه کوونکي وویل، لور یې د ینې ناروغي لري، د هېواد په داخل او بهر کې یې درملنې پایله نه لرله، خو د دغه طبیب له ترکیبي درملو له استفادې وروسته ښه شوې، په ځيګر کې یې تومور و.

دغه کس زیاته کړه: “موږ شاوخوا یوه نیمه میاشت د دغه طبیب پر سپارښتنو عمل وکړ، داسې چې نور مې لور له درد او روغتیايي ستونزو شکایت نه درلود. کله مو چې ټلوېزوني معاینه وکړه، ومو لیدل چې په ځيګر کې یې کيست نه و.”

هغه څرګنده کړه: “له هغې ورځې وروسته د دغه ډاکتر یو دایمي مشتري شوم او له درملو یې ګټه اخلم، نن راغلم چې د کرونا درمل ترې واخلم.”

دغه راز د شبرغان ښار اوسېدونکي عبدالغني چې د یوناني درملو پېرلو لپاره مخدوم ته راغلی و، وویل، د مخدوم یوناني درمل د کرونا ناروغان جوړوي.

هغه زیاته کړه: “د ځان او کورنۍ د نورو غړو درملنې لپاره له یوناني درملو د ګټې اخیستنې لامل دا دی چې یوناني درمل بې زیانه او ارزانه دي.”

ده یادونه کړه چې د یوناني بوټو دغه درمل جانبې عوارض نه لري، کله یې چې د کرونا ناروغۍ درملنې په موخه له هغه نه استفاده کړې، رغېدلی دی.

نوموړي وویل چې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته ډېرو خلکو د چای پر ځای د مخدوم ترکیبي درمل څښل.

ډاکتران: له یوناني درملو د ګټې اخیستنې پر ځای روغتیایي لارښوونو ته پام وکړئ

خو د رابعې بلخي په روغتون کې د داخله ناروغیو اسوشيټ پروفیسور او د زړه، تنفسي ناروغیو او بحراني مراقبتونو فوق متخصص ډاکتر نبیل پاکطین وایي چې د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره له واکسین پرته تر اوسه هيڅ درمل نه دي جوړ شوي.

هغه له خلکو غواړي چې روغتیایي لارښوونې (یو متر فاصله، ماسک تړل، دستکش په لاس کول، په صابون د لاسونو پرله پسې مینځل او په شاوخوا ځایونو کې د ميکروب ضد دوا شیندل) مراعات کړي.

په ورته مهال د جوزجان د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي څېړنې د قوانینو مسوولې مرضیې فقیرزاده پژواک ته وویل چې ځیني یوناني طبیبان د هېواد په مختلفو برخو کې فعالیت کوي او د کرونا درملو په نوم بېلابېل درمل پر خلکو پلوري.

هغې ټینګار وکړ چې د طبابت په نړۍ کې تر اوسه د کرونا درملنې لپاره درمل نه دي جوړ شوي او خلک باید د دغو کسانو په خبرو تېر نه وځي.

نوموړې وویل چې ځیني یوناني طبیبان په غیر قانوني ډول او له جواز پرته فعالیت کوي او د جوزجان د عامې روغتیا ریاست په د دغو فعالیت کوونکو چې په سنتي ډول کاروبار کوي، مخه نه نیسي.

هغه هم د دغه ولایت له اوسېدونکو وغوښتل چې روغتیایي لارښوونې جدي وګڼي او د امکان په صورت کې خپل ځانونه واکسین کړي.

مشابه داستان:

دا یوازې مخدوم نه دی چې د یوناني بوټو له لارې یې د کرونا ناروغانو د درملنې ادعا کړې ده، بلکې له هغه مخکې په کندهار کې یوه یوناني طبیب محمد حکیم الکوزي هم ورته ادعا کړې وه چې له طبي بوټو یې درمل جوړ کړي او د کرونا ناروغۍ درملنه کوي.

د عامې روغتیا مسوولینو هغه مهال ویلي وو چې د الکوزي درمل د کرونا لپاره هېڅ ګټه نه لري؛ خو د لږ وخت لپاره د بدن درد کموي چې ناروغان ورباندې روږدي کېږي.

د هغوی په وینا، له پلټنو وروسته څرګنده شوه چې د الکوزي درمل هېڅ علمي بنسټ نه درلود؛ ځکه تر اوسه په نړۍ کې هم د کرونا درمل نه دي جوړ شوي.


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 291

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.