ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: طالبانو د بهرنیو ځواکونو وتلو بهیر له پیلېدو وروسته ۱۴۵۵ بریدونه کړي

حکومت: طالبانو د بهرنیو ځواکونو وتلو بهیر له پیلېدو وروسته ۱۴۵۵ بریدونه کړي

author avatar
5 Jun 2021 - 15:04
حکومت: طالبانو د بهرنیو ځواکونو وتلو بهیر له پیلېدو وروسته ۱۴۵۵ بریدونه کړي
author avatar
5 Jun 2021 - 15:04

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰): د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیلېدو وروسته په ټول هېواد کې ۱۴۵۵ بریدونه کړي دي.

د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ د غبرګولي په ۱۵مه رسنیو ته په استول شوي ویډیویي پيغام کې ویلي چې په دغه شمېر بریدونو کې وسله وال او غلچکي بریدونه هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغان ځواکونو له خوا د یادو بریدونو په دفاع کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او په وینا یې چې د ۶۳ بریدونو او چاودنو مخه یې هم نیولې ده.

د امنیت شورا ویاند زیاته کړې: “طالبانو له امریکا سره د سولې له تړون وروسته پر بین الافغاني خبرو د پرمختګ او تمرکز پر ځای جګړو ته زور ورکړی. طالبانو ته د افغان ولس او بنسټونو د ویجاړۍ او تخریب ترڅنګ د خپلو افرادو وژل کېدل هم د اندېښنې وړ نه دي. د بهرنیو سرتېرو د وتلو بهیر له پیلېدو وروسته طالبانو په ټول هېواد کې ۱۴۵۵ بریدونه کړي دي. ”

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو بهیر د تېرې مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی چې ټاکل شوې په سپټمبر میاشت کې بشپړیږي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې تر اوسه یې له افغانستانه خپل ۳۰ تر ۴۲ سلنه سرتېري ایستلي دي.

دا په داسې کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو  کې د دوو ولسوالیو د امنیه قوماندانانو د وژل کېدو ترڅنګ دوه نورې ولسوالۍ سقوط شوې دي.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت بیا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د ۱۸۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

Views: 99

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.