ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سیاستوالو له خوا د وسلو وېشلو په اړه څرګندونې بې ثبوته ادعا ده

د سیاستوالو له خوا د وسلو وېشلو په اړه څرګندونې بې ثبوته ادعا ده

author avatar
6 Jun 2021 - 20:01
د سیاستوالو له خوا د وسلو وېشلو په اړه څرګندونې بې ثبوته ادعا ده
author avatar
6 Jun 2021 - 20:01

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۰): ځینو سیاستوالو ویلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ځینو سیاسي څېرو له خوا د وسلو وېشلو بهیر روان دی چې دغه کار د افغانستان د راتلونکې لپاره ګواښ او لوی جنایت دی، خو امنیتي مسوولینو دغه موضوع رد کړې او له حقیقه یې لرې بللې ده.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو له اعلان سره سم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د وسلو د وېش خبره په داسې حال کې کېږي چې ځیني خلک اندېښمن دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ښايي په هېواد کې یو ځل بیا کورنۍ جګړې پیل شي.

د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي چې بهرني ځواکونه، په ځانګړي ډول امریکايي سرتېري د روان کال د سپټمبر تر یوولسمې له افغانستانه وځي چې د راپورونو له مخې، تر اوسه ډېر بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي دي.

ادعا: په ځینو ولایتونو کې د سیاسیونو له خوا د وسلو وېش روان دی

د پژواک خبري اژانس او طلوع نیوز راپور له مخې، د افغانستان ملي نجات جبهې ګوند رییس ذبیح الله مجددي پرون په یوه ناسته کې چې د افغانستان اسلامي ملت حرکت ګوند له خوا د «د خلکو اراده؛ د سولې خبرې او د جګړې ډګرونه» تر عنوان لاندې په کابل کې جوړه شوې وه، ویلي دي چې د هېواد یو شمېر سیاستوال په بېلابېلو ولایتونو کې د وسلو وېش پیل کړی دی.

هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل چې په دې حساس وضعیت کې د وسلو وېش لوی جنایت او د افغانستان راتلونکي لپاره ګواښ دی.

دغه راز د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل مخکې ازادي راډیو ته ویل وو چې د هېواد په شمال او ځینو نورو ولایتونو کې وسلې وېشل کېږي.

په همدې حال، د فېسبوک یوه کاروونکي ذبیح بارکزي هم د روانې میلادي میاشتې په پنځمه په ځینو ولایتونو کې د وسلو د وېش په اړه خبر ورکړی و.

دغه راز د ملي شورا ځینو غړو هم پرته له دې چې د ولایتونو یا د چا نوم واخلي، ادعا کړې ده چې په ځینو ولایتونو کې د وسلو وېش پیل شوی دی.

حقیقت موندنه:

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پژواک خبري اژانس ته په خبرو کې وویل چې د ځينو سیاستوالو له خوا د هېواد په کچه د وسلو وېش حقیقت نه لري.

هغه یوازې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه مشروع جوړښت وباله، ویې ویل، هر بل جوړښت، که ټاکل شوې رامنځته شي، باید د دغو ځواکونو په ساختار کې رامنځته شي او د امنیتي سکتور تر نظارت لاندې دې وي، پرته له دې له هغو کسانو سره چې دغسې کارونه ترسره کوي، له جدي چلند سره به مخ شي.

په همدې حال کې د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ پژواک ته وویل، په هېواد کې ناقانونه وسلې نه وېشل کېږي او دغه کار ته اجازه هم نه شو ورکولای.

د هغه په خبره، امنیتي سکتور یوازې د قانون په چوکاټ کې امنيتي او دفاعي ځواکونو ته وسلې وېشي او د هغو جوازونه یې ورکړي دي.

هغه زیاته کړه: “د قانون خلاف وسلې وېشل او له نظامه بهر نظامي فعالیت بغاوت دی او له همدې امله ځپل کېږي هم.”

پایله: ځینو سرچینو راپور ورکړی چې په یو شمېر ولایتونو کې د وسلو وېش بهیر پیل شوی؛ خو اړوند سرچینو دغه راپور په کلکه رد کړی دی.

پرېکړه: د سیاستوالو له خوا په ځینو ولایتونو کې د وسلو وېش په اړه راپورونه یوه بې ثبوته ادعا ده.

Visits: 110

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.