ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې یو قاضي ووژل شو

په کندهار ښار کې یو قاضي ووژل شو

author avatar
7 Jun 2021 - 07:24
په کندهار ښار کې یو قاضي ووژل شو
author avatar
7 Jun 2021 - 07:24

کندهار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ‍۱۴۰۰): وسله والو په کندهار ښار کې د استیناف محکمې پر یوه قاضي ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.

پېښه يرون ماخستن شاوخوا ۱۰ بجې د کندهار ښار د ۲مې امنیتي حوزې اړوند په کارېز بازار سیمه کې شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل، د فیاض په نوم د کندهار د استیناف محکمې دغه قاضي نن ماخستن خپل کور ته پر لاره وو چې وسله والو ورباندې ډزې کړي او هغه یې وژلی.

بریدګر تښتېدلي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

په کندهار له ډېرو کلونو راهیسې هدفې وژنې روانې دی چې تر دې مهاله سلګونو نظامي او ملکي چارواکو، دیني عالمانو، مخورو، مېرمنو او ځوانانو په دغو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Visits: 157

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.