ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او پاکستان عالمان د سعودي په کوربه توب د سولې په تړاو غونډه کوي

د افغانستان او پاکستان عالمان د سعودي په کوربه توب د سولې په تړاو غونډه کوي

author avatar
8 Jun 2021 - 15:32
د افغانستان او پاکستان عالمان د سعودي په کوربه توب د سولې په تړاو غونډه کوي
author avatar
8 Jun 2021 - 15:32

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان د حج ، ارشاد او اوقافو وزارت وایي چې د افغانستان او پاکستان دیني عالمان د سعودي په  کوربه توب د سولې په تړاو غونډه کوي.

د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني د غبرګولي په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۰مه، د کرونا له امله په ان لاین بڼه ترسره کیږي.

هغه زیاته کړه، چې دغه کنفرانس د سعودي په همکارۍ او کوربه توب د سعودي د رابطه العالم اسلامي ادارې تر سرپرستې لاندې جوړيږي.

د حسیني په وینا، په دغې ناسته کې د افغانستان د حج وزیر، د پاکستان د اسلامي چارو وزیر، په اسلامي کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان سفیران، د افغانستان او پاکستان د مشهورو علماوو ترڅنګ د اسلامي همکاريو سازمان ځيني غړي هم ګډون کوي.

د حج او اوقافو وزارت ویاند وایي چې په دغه کنفرانس کې سوله د اسلام په رڼا، د سولې اهمیت، د سیمې امنیت، په سوله کې د علماوو رول او د سولې له پروسې څخه د ملاتړ اړوند موضوعاتو په اړه خبرې کیږي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د سعودي په کوربه توب د افغانستان د سولې په تړاو د علماوو کنفرانس جوړ شوی و.

Visits: 145

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.