ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر بیا پیل شو

په هېواد کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر بیا پیل شو

author avatar
12 Jun 2021 - 15:02
په هېواد کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر بیا پیل شو
author avatar
12 Jun 2021 - 15:02

کابل(پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا واکسین تطبیق بهیر د بیا پیلېدو خبر ورکوي او وايي، دا ځل د ناروغۍ له خطر سره مخ کسانو لکه هغه کسان چې عمر یې تر ۵۵ کلونو لوړ وي او یا دوامداره ناروغۍ ولري لومړيتوب ورکول کېږي.

د یادونې ده چې دغه بهیر د واکسین د نه شتون له امله د غبرګولي په ۱۷ مه بند شوی و.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري نن وویل، افغانستان د غبرګولي په ۲۰ مه له چین څخه د کرونا د ۷۰۰ زره دوزه واکسین محموله ترلاسه کړه او دغه بهیر سر له نن څخه (د غبرګولي ۲۲ مه) بیا پیل شو.

د نوموړي په خبره، دا ځل لومړیتوب هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د ناروغۍ له خطر سره مخ وي لکه هغه کسان چې عمر یې تر ۵۵ کلونو لوړ وي یا مزمنې ناروغۍ ولري.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د چین د مرسته شوو ۷۰۰ زره ډوزه واکسین په اړه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې غونډه جوړه شوه.

د سرچینې په وینا، ولسمشر محمد اشرف غني، په بېلابېلو په ځانګړي ډول د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي مناسباتو په برخو کې له چین سره د افغانستان د اړیکو پراختیا ته په اشارې سره په دغه غونډه کې وویل، د کرونا ویروس د تېرو دوو څپو په پرتله د هېواد د روغتیایي سکتور وضعیت ښه شوی دی. د هېواد پر ډاکترانو او روغتیایي نظام د خلکو باور زیات شوی او دغه سکتور د جمهوري ریاست بشپړ ملاتړ له ځان سره لري.

هغه وویل، افغانانو د کرونا ویروس د درېیو څپو پر مهال خپل ظرفیت او وړتیا ښودلې او د کابل والي ته یې لارښوونه وکړه چې خصوصي سکتور له کرونا ویروس سره په مبارزه کې لا زیات دخیل کړي.

سرچینې لیکلي، په دغه ناسته کې د چین سفیر وانګ یوو له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د لا زیاتو مرستو ډاډ ورکړ او د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ یې هیله و ښوده چې افغانستان دایمي سولې او ثبات ته ورسېږي.

په هېواد کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر د ۱۳۹۹ کال د کب په پنځمه پیل شو.

دغه بهیر د هند هېواد په مرسته شوو واکسین سره پیل شو، وروسته عامې روغتیا وزارت د نړیوال ایتلاف د کرونا واکسین COVAX . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.