ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: په بلخ کې د کرونا او جګړو له امله رواني ناروغان ډېر شوي

ډاکټران: په بلخ کې د کرونا او جګړو له امله رواني ناروغان ډېر شوي

author avatar
14 Jun 2021 - 16:35
ډاکټران: په بلخ کې د کرونا او جګړو له امله رواني ناروغان ډېر شوي
author avatar
14 Jun 2021 - 16:35

مزارشريف ( پژواک، ۲۴غبرګولی ۱۴۰۰) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ډاکټران او روغتيايي مسوولين تایيدوي چې د کرونا ویروس او جګړو په زياتېدو سره د رواني ناروغۍ کچه هم لوړه شوې ده.

دوی له خلکو غواړي چې د کرونا د مخنيوي لپاره دې طبي لارښوونې په جدي ډول مراعات کړي، خو زياتوي چې خلک دې د کرونا له امله وېرې او اضطراب ته نه تسليميږي.

د بلخ اوسېدونکي بيا غوښتنه کوي چې له کرونا ويروس او نورو ناروغيو سره د حکومت له خوا د ګټورې مبارزې لپاره بايد روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د بلخ ولايت د عامې روغتيا رياست د رواني درملنې څانګې مسوول ډاکټر متخصص اسدالله الفت له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې تاييد کړه، چې د کرونا درېيمې څپې اوج ته رسېدو سره دغه ولايت کې د رواني ناروغۍ کچه هم زياته شوې ده.

هغه زياته کړه، دا چې روغتونونه او ډاکټران تر ډېره له کرونا ويروس سره لاس او ګرېوان دي؛ نو له همدې امله هغه کسان چې په رواني ناروغۍ اخته شوي، تر ډېره روغتونونو ته مراجعه نه کوي.

ډاکټر الفت که څه هم رسمي شمېر له پژواک سره شريک نه کړ؛ خو زياته يې کړه چې په ټوليزه توګه مزار ښار کې دولتي او شخصي روغتونونو ته د هغو کسانو مراجعه زياته شوې، چې له رواني ګډوډيو سره مخامخ دي.

نوموړي زياته کړه: ” موږ د مزارشريف په ملکي روغتون کې د رواني ناروغانو لپاره ۴۰ ځانګړي بسترونه لرو، کله داسې وخت هم راشي چې دا ټول بسترونه ډک شي، په همدې ورځو کې چې زه تاسې سره غږيږم د رواني ناروغۍ کچه کې بدلون راغلی دی.”

د هغه په خبره، د کرونا ويروس خپرېدو له امله خلک د وېرې او اضطراب ښکار شوي، چې دا خپله رواني ناروغۍ پيدا کېدو ته لار هواروي.

د رواني چارو دغه متخصص ډاکټر له خلکو غواړي، چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره دې روغتيايي لارښوونې په جدي ډول مراعات کړي؛ خو زياتوي چې خلک دې وېرې او اضطراب ته نه تسليميږي.

هغه زياته کړه: “کرونا يوه نړيواله غميزه ده او له بده مرغه درېيمې څپې يې په افغانستان کې هم ډېر خلک وځپل، نو همدا لامل دی چې يو شمېر کسان د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکوي، ځيني کسان خپل کاروبار او سوداګرۍ کې زيان ويني او داسې نور، چې دا خپله د رواني ناروغيو زياتېدو لاملونه دي.”

نوموړی له خلکو غواړي چې خپل ځانونه دې خوشحاله وساتي.

د بلخ د ملکي روغتون د سرطبابت سرپرست ډاکټر شفيق الله شايق پژواک ته وويل، چې د کرونا تر څنګ روانه جګړه هم د دې لامل شوې، چې زيات شمېر کسان له رواني اختلالاتو سره مخ شي.

دی وايي، چې په جګړو کې د انسانانو وژل کېدل دومره ځورونکي وي، چې د وژل شوو کسانو د کورنۍ غړي او خپلوان تر ډېره له رواني رنځ سره مخ کولای شي.

شایق زياته کړه: ” روانه جګړه هره ورځ له خلکو قرباني اخلي، اقتصاد ځپي او د کورنۍ ښېرازه له منځه وړي، زما په نظر دغه عوامل د رواني ناروغۍ په زياتوالي کې مهم نقش لري.”

د ډاکټر شايق په وينا، په شته بحراني وضعيت کې د رواني ناروغۍ کنټرولول مهم دي او خلک بايد په دې برخه کې د ډاکټرانو سپارښتنو ته په جدي ډول پاملرنه وکړي.

د بلخ ولايت یوه اوسېدونکي حشمت الله چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې پلار د مزار په کوويډ۱۹ روغتون کې تر درملنې لاندې دی، پژواک ته وويل، له هغه مهاله چې پلار يې په کرونا اخته شوی، ټوله کورنۍ يې له رواني اړخه ځپل شوې او اندېښنه ورته پيدا شوې ده .

نوموړي زياته کړه، چې دی له خپل ناروغ پلار سره شپه او ورځ د پايواز په توګه پاتې وي چې خپله هم ورته رواني اختلالات پيدا شوي دي.

هغه وایي: ” له يوې خوا مې پلار ته اندېښمن يم چې بېرته به روغ شي که نه او بل لور ته وينم، چې د سترګو پر وړاندې مې ناروغان مري؛ نو دې حالت ډېر ناوړه اغېز راباندې کړی، خوب مې ورک دی، اشتها مې بنده ده او فکر کوم چې ژوند تر ټولو خسته کن حالت کې دی.”

د نوموړي په خبره، د ده په څېر ډېری کورنۍ په مزارشريف کې د کرونا ناروغان لري چې له امله يې د يادو کورنيو غړو ته روحي ستونزې پيدا شوې دي.

هغه غوښتنه کوي چې عامې روغتيا وزارت بايد د کرونا ويروس په اوج کې د خلکو د رواني وضعيت کنټرول لپاره هم اغېزمنې برنامې تر لاس لاندې ونيسي.

د بلخ ولايت د شولګر ولسوالۍ اوسېدونکی مهدي بيا وايي چې دغې ولسوالۍ کې وروستيو جګړو يې روح او روان ځپلی دی.

هغه زياتوي چې هره شېبه جګړه او د درنو وسلو غږونو ورڅخه د ژوند ټولې خوشحالۍ اخيستې دي.

د نوموړي په خبره، د دوی زیاتره ماشومان له ډار او وېرې سره لاس او ګرېوان دي، چې دا خپله د رواني ناروغيو بڼې دي.

مهدي وويل: ” جګړو دومره ځپلي يو چې هېڅ خوا راته اباده نه ده پاتې، ماشومان مو د ډزو او طيارو غږونو په اورېدو خپل لاسونه په غوږونو کې کلک نيولي وي او له وېرې په کوټو ننوتي وي او راوځي نه، دا حالت خطرناک دی او روحا يې موږ ټول ځپلي يو.”

نوموړی وايي چې په جګړه ځپلو سيمو کې د کار نشتون او فقر نور هغه لاملونه دي چې خلک يې رواني فشارونو سره مخ کړي دي.

مزارشريف ښار کې د ټولنيزو چارو فعال ډاکټر غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل، چې په ټولنه کې ستونزې زياتې او په مقابل کې يې دولتي خدمات کم دي؛ نو په وينا يې ځکه د خلکو رواني مشکلات زيات شوي دي.

د هغه په خبره، حکومت بايد داسې پروګرامونه تر لاس لاندې ونيسي، چې ورسره د خلکو په ژوند کې مثبت تغیير شي او شته ستونزې څه نا څه راکمې شي.

د ملکزي په وينا، په داسې حال کې چې افغانستان د کرونا له وبا سره لاس او ګريوان دی، بل لور ته د حکومت مخالفينو هم جګړو ته زور ورکړی چې دې کار کرونا ويروس سره روانه مبارزه ټکنۍ کړې ده.

هغه غوښتنه کوي چې ښکېل اړخونه دې له شته ناورين څخه د وتلو په موخه جګړه پای ته ورسوي او پر يوه بېړني اوربند دې توافق وکړي.

د ټولنيزو چارو دغه فعال وايي، که روانه جګړه او کرونا ويروس کنټرول نه شي؛ نو د زيات شمېر افغانانو د وژل کېدو تر څنګ مليونونه نور افغانان په رواني ناروغيو اخته کولای شي.

Visits: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.