ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د هیواد سیاسي مشرانو سره دامریکا د سفر په اړه سلا مشورې وکړې

ولسمشر د هیواد سیاسي مشرانو سره دامریکا د سفر په اړه سلا مشورې وکړې

author avatar
21 Jun 2021 - 22:04
ولسمشر د هیواد سیاسي مشرانو سره دامریکا د سفر په اړه سلا مشورې وکړې
author avatar
21 Jun 2021 - 22:04

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰) : ولسمشر اشرف غني د هیواد له سیاسي مشرانو سره د سولې پروسې ، ملي اجماع او د امریکا د سفر په اړه سلا مشورې وکړې.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د  هیواد له سیاسي او جهادي رهبرانو سره د مشورتي ناستو په لړ کې، نن سهار ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ، په چهارچنار ماڼۍ کې ناسته ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې، د دې ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د سولې پروسه د اسلامي جمهوري افغانستان لومړیتوب دی او د دې بهیر ټول راتلونکي ګامونه به په تفاهم او اجماع اخیستل کېږي.

په ناسته کې دا ټینګار هم وشو چې د سولې او ثبات د تحکیم، د جمهوری نظام د استحکام او د هیواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره، واحد صف او قوي سیاسي اجماع مهمه ده او د ثبات د تحکیم لپاره دې د جمهوري نظام له قوي ولسي ملاتړ نه اعظمي ګټه واخیستل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ناسته کې متحده ایالاتو ته د اسلامي جمهوري افغانستان د ولسمشر او مل پلاوي متوقع سفر په اړه هم مشوره وشوه او دا سفر مهم وبلل شو.

ټاکل شوې ده، چې راتلونکې جمعې په ورځ ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په سپینه ماڼۍ کې دامریکا  ولسمشر جو بایډن سره وګوری.

د مجلس په آخر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئيس، د واحد صف د استحکام او د سیاسي اجماع د تحکیم لپاره دغه ډول ناستې مهم وبللې او پرېکړه وشوه چې دا ناستې دوام وکړي.

Visits: 108

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.