ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د عثمان کاکړ غايبانه جنازه وشوه

په ننګرهار کې د عثمان کاکړ غايبانه جنازه وشوه

author avatar
23 Jun 2021 - 13:45
په ننګرهار کې د عثمان کاکړ غايبانه جنازه وشوه
author avatar
23 Jun 2021 - 13:45

جلال اباد (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۰): په ننګرهار ولايت کې لسګونه مدني فعالانو، ځوانانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو په پاچا خان کمپلېکس کې د پښتون سياستوال عثمان کاکړ غايبانه جنازه ترسره کړه.

دوی د عثمان کاکړ مړينه يوه حادثه نه، بلکې قتل ياد کړ او ټينګار يې وکړ چې دغه چاره د پاکستاني رياست او په ځانګړې توګه د دغه هېواد د استخباراتي شبکې کړنه ده.

د جنازې مراسم د چنګاښ په ۲ مه جلال اباد ښار کې د عدم تشدد د سرلاري خان عبدالغفار خان باچا خان په کمپلېکس کې ترسره شول چې د جنازې لمونځ يې د ننګرهار مشهور ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي ادا کړ.

نوموړي د جنازې د لمونځ له ادا کولو وروسته وويل چې د عثمان کاکړ وژنه د پاکستان استخباراتي ادارې ترسره کړې، خو وايي، پښتانه به د لوی افغانستان د جوړېدو داعيه تل ژوندۍ ساتي.

هغه پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نور له افغان وژنې لاس واخلي او په يووالي سره د لوی افغانستان د پولو د بيا ټينګېدو لپاره په ګډه کار وکړي.

په ننګرهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر شريف الله ناصري وويل چې عثمان کاکړ د پاکستان استخباراتو وژلی او بايد نړیوال يې د دغې پېښې د څېړنې لپاره اقدام وکړي.

هغه د کوزې پښتونخوا پر مشرانو هم نيوکه وکړه چې عثمان کاکړ يې بايد د پاکستان حکومت تر ولکې لاندې روغتونونو کې درملنې ته نه واى پرېیښی، ځکه دغه ډول اشخاص هغوی نه خوښوي او وژني يې.

مدني فعال خيرالرحمن مومند وويل، په پاکستان کې د لوی افغانستان د داعيې غلي کولو لپاره يو عثمان کاکړ وواژه، خو په دغه کار سره يې سلګونه داسې ککرۍ را پيدا کړې چې د لوی افغانستان غږ ژوندى ساتي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي صدر او پخواني سناتور عثمان خان کاکړ د دوشنبې په ورځ ( د جون په ۲۱مه) د کراچۍ په اغاخان روغتون کې ساه ورکړه.

Visits: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.