ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات- کابل یوه الوتنه کې د ترهګریز برید مخه نیول شوې ده

د هرات- کابل یوه الوتنه کې د ترهګریز برید مخه نیول شوې ده

author avatar
2 Jul 2021 - 15:35
د هرات- کابل یوه الوتنه کې د ترهګریز برید مخه نیول شوې ده
author avatar
2 Jul 2021 - 15:35

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۰): د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د هرات- کابل یوه الوتنه کې یې د ترهګریز برید مخنیوی کړی او د دې پېښې عامل یې نیول دی.

د ملي امنیت ریاست یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، راغلي چې د دې ادارې منسوبینو د هرات- کابل یوه الوتنه کې ترهګریز برید شنډ کړ.

سرچینې زیاته کړې: ((سید ادریس د رجب علي زوی، یو ترهګر یې چې د هنرمند په جامه کې یې د لاسي بم RDX موادو لرونکی یو بم او کیمیاوي توکي په یوه رباب کې په ډېر ماهرانه ډول ځای پر ځای کړي وو او په دې لټه کې و څو دغه بم ته د پرواز پر مهال چاودنه ورکړي، پېژندلی او برید یې شنډ کړی دی.))

خبرپاڼه کې څرګنده شوې چې د خواجه عبدالله انصاري هوايي ډګر کې د سید ادریس وسایلو د تفتیش پر مهال د ملي امنیت او ملي پولیسو ځواکونو په چټکۍ عمل وکړ او مخکې له دې چې د نورو مسافرو په منځ کې وېره خپره شي د رباب په منځ کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي کشف او شنډ کړل.

سرچینه وايي، که څه هم ترهګرې ډلې په پرله پسې ډول ملکي خلکو او ټولګټو تاسیساتو ته د زیان اړولو په هڅه کې دي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونه په قاطعیت او وړتیا سره د دښمن شوم پلانونه شنډوي.

د ملي امنیت ریاست د یاد کس د نیولو او الوتنې د وخت په اړه چې ټاکل شوې وه کابل ته وشي، نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

Visits: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.