ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډلې په روزنیز کمپ کې اصغر افغان نشته

د کرکټ ملي لوبډلې په روزنیز کمپ کې اصغر افغان نشته

author avatar
5 Jul 2021 - 10:42
د کرکټ ملي لوبډلې په روزنیز کمپ کې اصغر افغان نشته
author avatar
5 Jul 2021 - 10:42

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د یو ورځنیو کرکټ سیاليو لپاره دويم پړاو روزنیز کمپ لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی، خو د اصغر افغان نوم په کې نشته.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روان زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې به په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ درې یوه ورځنۍ لوبې ترسره کېږي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چنګاښ په ۱۳مه پژواک اژانس ته وویل چې څو ورځې مخکې د پاکستان پر وړاندې سیاليو لپاره د چمتووالي لومړی روزنیز کمپ ترسره شو.
هغه زیاته کړه چې له څو ورځو وقفې وروسته نن د دویم پړاو روزنیز کمپ لپاره د ۳۰ لوبغاړو نوملړ اعلان شو چې ډېر ژر به په کابل کې تمرینات پیل کړي.
د کرکټ بورډ له خوا په خپور شوي ۳۰ کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، رحمان الله ګربز، فرهان زاخېل، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، عظمت الله عمرزی، عثمان غني، صدیق الله اتل، اکرام علي خېل، منیراحمد کاکړ، فضل حق فاروقي، سید شېرزاد، وفادار مومند، فرید احمد ملک، عهبدالله عادل، سلیم صافی، یمین احمدزی، ضیاء الرحمن شریفي، عبدالرحمن، عبدالواسع، نوراحد لکڼوال، ظاهرخان پکتین، امیر حمزه هوتک، نجات مسعود، یوسف ځاځی، شاهد کمال او شمس کړوخېل شامل دي.
خو د کرکټ بورډ له خوا په دغه اعلان شوې نوملړ کې د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان او د هغه د ورور کریم جنت نومونه نشته.
هغه څه موده مخکې د کرکټ بورډ له خوا د ټولو لوبډلو له لوبډلمشرۍ څخه لرې او پر ځای یې د یو ورځني کرکټ او ټسټ سیالیو لپاره حشمت الله شهیدي لوبډلمشر وټاکل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ هغه مهال په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې اصغر افغان د زمبابوې پر وړاندې په یوه ټسټ لوبه کې د ماتې مسوول ګڼل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې وه چې د کرکټ بورډ له خوا ترسره شوو څېړنو کې معلومه شوه چې د اصغر د ناسمو پرېکړو له امله افغانستان د زمبابوې پر وړاندې تسټ لوبه بایللې وه.
سپورتي ژورنالېست او د کرکټ لوبې کارپوه جعفر هاند وایي، د کرکټ بورډ له خوا د کمپ لپاره اعلان شوي نوملړ کې ډېری نوي ځوانان دي چې د ۱۹ کلنو او داخلي سیالیو مخکښ لوبغاړي بلل کېږي.
هغه زیاته کړې، شک نشته چې په دغه کمپ کې به دوی له تجربه لرونکو لوبغاړو ډېر څه زده کړي‌ او یو وخت به خپله هم پیاوړي لوبغاړي شي.
نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه کې په دې اړه په یوه تبصره کې لیکلي،چې په دغه نوملړ کې راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن، نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ ځکه نشته چې هغوی دا مهال د انګلستان د کرکټ لیګونو کې لوبېږي، خو له پاکستان سره به د لوبدلې برخه شي.
جعفر هاند د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان په اړه لیکلي چې له کپتانۍ لرې شوی، بیا په تمرین کې کمپ کې هم نه دی اخیستل شوی .
هغه د کرکت بورډ په حواله لیکلي چې اصغر د ډسپلین قضیه لري چې حل شوې نه وي، لوبې نه شي کولای، خو اصغر افغان په خپله لا په دې اړه څه نه دي ‌ویلي.
ده زیاته کړې: “یوه خبره چې پر دې لوبډله کېدای شي، هغه د توپ اچوونکو یا بالرانو زیاتوالی دی. شاوخوا ۱۵ توپ اچوونکي دي، موږ تل دا خبره کړې چې افغانستان په توپوهنه کې ستونزه لري، باید په داسې روزنیزو کمپونو کې تر توپ اچوونکو، وتوپوهونکي زیات وي. مګر دلته خبره بر عکس لیدل کېږي. “

Visits: 2043

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.