ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د خوست نړیوال هوایي ډګر پرانيست

ولسمشر غني د خوست نړیوال هوایي ډګر پرانيست

author avatar
10 Jul 2021 - 09:30
ولسمشر غني د خوست نړیوال هوایي ډګر پرانيست
author avatar
10 Jul 2021 - 09:30

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): ولسمشر اشرف غني د هېواد له تر ټولو په امن ولایت (خوست) کې د هېواد پنځم نړیوال هوایي ډګر پرانيست.

له ارګه د چنګاښ په ۱۹مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار وختي خوست ولایت ته سفر وکړ.

سرچینې زیاته کړې چې ولسمشر او ملي پلاوي یې هلته له رسېدو سره سم د خوست نوی جوړ شوی نړیوال هوایي ډګر پرانيست.

د هوایي ډګر له پرانيستل کېدو وروسته د متحده عربي اماراتو له دوبۍ ښاره د اریانا هوایي شرکت یوه الوتکه چې مسافر راوړي وو، هم د خوست هوایي ډګر ته را ورسېده چې د ولسمشر غني له خوا یې تود هرکلی وشو.

ولسمشر غني د هوایي ډګر له بېلابېلو ساحو لیدنه هم وکړه.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني د دغه ولایت له امنیتي او ملکي چارواکو سره پر امنیتي موضوعاتو هم خبرې وکړي.

د یادونې ده، تر اوسه د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف له هوایي ډګرونو نړیوالې الوتنې کېدې او خوست پنځم هوایي ډګر شو چې نړیوالې الوتنې به ترې کېږي.

Visits: 83

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.