ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه : د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ خبرو کې تراوسه کوم پرمختګ نه دی شوی

سرچینه : د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ خبرو کې تراوسه کوم پرمختګ نه دی شوی

author avatar
18 Jul 2021 - 18:25
سرچینه : د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ خبرو کې تراوسه کوم پرمختګ نه دی شوی
author avatar
18 Jul 2021 - 18:25

کابل(پژواک، ۲۷چنګاښ ۱۴): په دوحه کې یوه باوري سرچینه وایي چې د قطر هېواد د منځګړي په حضور کې نن په دویمه ورځ خبرې لا هم په درېیو موضوعاتو (اساسي قانون، سیاسي مشارکت او اعتماد جوړونه) باندې تراوسه کومې محسوسې پایلې ته نه دي رسېدلې.

دغې سرچینه چې نه یې غوښتل په خبر کې یې نوم یاد شي د چنګاښ په ۲۷مه پژواک ته وویل، او ادعا یې وکړه چې په دویمه ورځ ناسته کې هم لا تراوسه په دغو اړوند موضوعاتو کې طالبانو پرمختګ نه دی منلی، خو د نننۍ ناستې دویمه برخه چې له یوې وقفې وروسته به پیل شي دوی به وګوري چې په خبرو کې پرمختګ کیږي که نه .

دغې سرچینې وویل چې په دغه ناسته کې د قطر هېواد استازی د منځګړي په توګه هم حضور لري، خو بیا هم تراوسه د پرمختګ هیله نشته .

هغه وایي چې دوی غوښتل د دغې غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه صادره کړي خو لا د هغې په اړه هم تراوسه پرمختګ نه دی شوی، د ناستې دویمې برخې کې چې له غرمې وروسته ترسره کیږي سرنوشت به یې معلوم شي.

په قطر کې یوه بله سرچینه وایي چې په دوحه کې د سولې په تازه پیل شوو دوه ورځنیو خبرو کې یواځې له کوربه هېواده د ښو پرېکړو تمه کېداشي.

سرچینه وایي چې د نن ورځې غونډې په پای کې به جوته شي چې قطر له خپل واک او نفوذ څخه څومره استفاده کوي.

سرچینه وایي چې که قطر له خپل نفوذ څخه په استفادې یوه ښه پرېکړه وکړي حساب پرې کېدای شي، خو له دې پرته د دولت او طالبانو ترمنځ له خبرو د کوم ښه خبر هیله نه کیږي.

که څه هم دغه سرچینه ادعا کوي چې د دولت او طالبانو مرکچي پلاويو قطر ته د پرېکړې واک ورکړی، خو د دولت او طالبانو دواړه لوري دغه خبره ردوي، خو افغان دولت قطر ته د منځګړي رول مني او د پرېکړې واک ردوي.

په قطر کې د دولت د مرکچې پلاوي یوه غړي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي پژواک ته وویل چې قطر ته د خبرو د پرېکړې کولو د واک موضوع واقعیت نه لري.

سرچینه وایي چې قطر او ملګرو ملتونو ته د دولت د مرکچي پلاوي له لوري په رسمي توګه د منځګړي په توګه رول ورکول شوی دی.

دغه غړی وایي چې یوشمېر خبرې د نن ورځې غونډې ته محول شوي، خو متاسفانه تراوسه پورې د پرمختګ نښې او نښانې نه ښکاري.

د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له دوحې څخه پژواک اژانس ته وویل چې کوربه هېواد قطر ته د سولې د پیل شویو خبرو د پرېکړې واک نه، بلکې د منځګړي رول ورکړل شوی چې د پرېکړې واک او منځګړیتوب سره توپیر لري.

خوځون وویل چې په پرونۍ او همدارنګه په نننۍ غونډه کې په اساسي موضوعاتو لکه ملي مشارکت، اساسي قانون او اوربند باندې خبرې شوي او لا هم دوم لري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم د چنګاښ پژواک ته وویل چې قطر ته د پرېکړې د واک خبره حقیقت نه لري.

هغه د نن ورځې په غونډه کې د پرېکړو په اړه وویل :(( د پرېکړو په اړه لا هم څه نه شو ویلی

ګورو به چې څه کېږي .))

د یادونې ده چې د ملي مصالحې عالي شورا د رییس ډاکتر عبدالله په مشرۍ یو پلاوی چې کریمي خلیلي، عطامحمد نور او یوشمېر نورې څېرې هم ورسره مل دي تېره وړمه ورځ د( چنګاښ په ۲۵مه) قطر ته له طالبانو سره د سولې خبرو د ګړندي کولو په موخه لاړ، پرون د دواړو لورو ترمنځ ناسته ترسره شوه او دغه راز د دواړو له خوا یوه اووه کسیزه ډله هم وټاکل شوه چې د نن ورځې خبرو په اړه بحث وکړي.

ټاکل شوې دغه دوه ورځنۍ غونډه نن د نورو موضوعاتو ترڅنګ د یوې پرېکړه په صادرېدو سره پای ته ورسیږي.

Visits: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.