ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کعبې امام : الله تعالی پر ځمکه فساد کوونکي نه خوښوي

د کعبې امام : الله تعالی پر ځمکه فساد کوونکي نه خوښوي

author avatar
19 Jul 2021 - 21:09
د کعبې امام : الله تعالی پر ځمکه فساد کوونکي نه خوښوي
author avatar
19 Jul 2021 - 21:09

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۰) : په حرم شریف کې د خدای د کور کعبې امام شیخ بندر بلیله د حج په خطبه کې وویل چې الله تعالي پر ځمکه فساد کوونکي نه خوښوي ، پر اتفاق او اتحاد ټینګار کوي او له یوه بل سره نیکي او همدردي کوئ.

 

د کرونا د وبا له امله په پرله پسې دویم کال د اسلام  پنځم رکن حج فریضه په محدود ډول ترسره شوه، د سعودي حکومت سږ په دغه هیواد کې میشتو ۶۰ زرو مسلمانانو ته د حج فریضې ادا کولو اجازه ورکړې ده.

مسلمانانو تیره شپه منی کې تیره کړه او نن سهار د عرفات میدان ته یې ځانونه ورسول، ټوله ورځ یې هلته تیر کړل او د لمر پریوتلو سره سم د مزدلفې په لوري روان شول.

غرمه د عرفات د نمرې په جومات کې یې د ماسپښین او مازیګر لمونځونه یې په ګډه وکړل او د کعبې امامخ شیخ بندر بلیله د حج خطبه ولوسته.

هغه پخپله خطبه کې د الله  تعالی او د هغه د رسول پر اوامرو د عمل کولو سپارښتنه وکړه او ویل چې له الله پرته له هیچا مرسته مه غواړئ او له هغه سره څوک مه شریکوئ.

د کعبې امام وویل، لکه څرنګه چې الله تعالي پر تاسو احسان کړی، تاسو پر خلکو احسان وکړئ او له والدینو سره نیکي وکړئ.

شیخ بلیله زیاته کړه، الله تعالي پر ځمکه فساد کوونکي نه خوښوي ، هغه پر اتفاق او اتحاد ټینګار کوي او له یوه بل سره نیکي او همدردي کوئ.

د هغه په وینا، الله تعالي د نفرت او دښمنۍ د له منځه وړلو سپارښتنه کړې په ټولنه کې یې پر مساواتو ټینګار کړی او دالله تعالی د رضا لپاره باید یو بل ته بخښنه وشي.

د کعبې امام وویل چې له الله تعالی څخه وویریږئ، خپلې ژمنې عملي کړئ ، شیطان ستاسو د ګمراه کولو هڅې کوي که چیرې دالله تعالي فضل نه وي، نو ډیر خلک به دشیطانانو تابعداري کوله.

شیخ بندر بلیله زیاته کړه، چې الله تعالی تکبر کوونکي نه خوښوي ،  د هغه له بنده ګانو سره باید نرمي وشي.

Visits: 512

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.