ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: موږ زر جوماتونه جوړ کړل، خو طالبانو ۴۳ جوماتونه شهیدان کړي

ولسمشر: موږ زر جوماتونه جوړ کړل، خو طالبانو ۴۳ جوماتونه شهیدان کړي

author avatar
19 Jul 2021 - 21:25
ولسمشر: موږ زر جوماتونه جوړ کړل، خو طالبانو ۴۳ جوماتونه شهیدان کړي
author avatar
19 Jul 2021 - 21:25

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۰) : ولسمشر اشرف غني وایي، هرات په تېرو شپږو پېړیو کې اته ځله تخریب او هر ځل بېرته راپورته شوی دی.

له ارګ څخه د چنګاښ په ۲۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني هرات ولایت ته پخپل سفر کې نن ماسپښین په دې ولایت کې له مېشتو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره د ۲۰۷ ظفر قول اردو جامع جومات کې وکتل.

په دې کتنه کې هغوی ولسمشر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ژمنه وکړه چې د خپلې ویني تر وروستي څاڅکي له دښمن سره جنګېږي او د هیواد او خلکو ساتنه کوي.

افسرانو، بریدملانو او سرتېرو د چارو د ښه والي لپاره خپل وړاندیزونه جمهوررئیس سره شریک او څرګنده یې کړه، موږ له خپل تاریخ څخه خبر یوو او جمهوریت موږ ته ارزښتناک دی.

یادو منسوبینو وویل، تر وروستۍ سلګۍ پورې له ازادۍ او نظام څخه دفاع کوو، دښمن ښه پېژنو او اجازه نه ورکوو چې زموږ ازادي او عزت سلب کړي.

ولسمشر غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، هرات په تېرو شپږو پېړیو کې اته ځله تخریب او هر ځل بېرته راپورته شوی دی.

هغه زیاته کړه، طالبانو له افغانانو سره جګړه بایللې او د اسلامي نړۍ ټولو علماوو دغه جګړه نامشروع بللې ده.

ولسمشر څرګنده کړه، موږ یو زر جوماتونه جوړ کړل، خو طالبانو ۴۳ جوماتونه شهیدان کړل.

جمهوررئیس وویل، هرات د اتلانو خاوره ده، ستاسو وینه د اتلانو وینه ده او هر سرتېری او افسر چې اتلولي او سرښندنه وښیي، رتبه به یې لوړه او وبه ستایل شي.

د دې کتنې په پای کې ولسمشر او ورسره پلاوي د ماسپښین لمونځ له افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره یو ځای د ۲۰۷ ظفر قول اردو په جامع جومات کې ادا او د جګړې د پایته رسېدو او د افغانانو د هوساینې لپاره یې دعا وکړه.

Visits: 335

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.