ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزی: د جګړې افغان لوري باید د سولې پروسې د ژر بریالیتوب لپاره هڅې وکړي

کرزی: د جګړې افغان لوري باید د سولې پروسې د ژر بریالیتوب لپاره هڅې وکړي

author avatar
20 Jul 2021 - 11:15
کرزی: د جګړې افغان لوري باید د سولې پروسې د ژر بریالیتوب لپاره هڅې وکړي
author avatar
20 Jul 2021 - 11:15

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۰): پخوانی ولسمشر حامد کرزی، جګړه کې له ښکېلو افغان لوریو غواړي چې له «پردۍ جګړې او وروروژنې» لاس واخلي، د ملي شتمنیو له ویجاړولو ډډه وکړي او د خلکو ژوند، بشری حقونو، ملي ګټو او ارزښتونو ته په پاملرنې د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.

حامد کرزي دغه څرګندونې د لوی اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې کړي دي.

ده افغان ولس ته د اختر مبارکۍ ویلې او زیاته کړې یې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان کې جګړې، تاوتریخوالي او ورانۍ ډېرې شوي، چې له امله یې ډېر هېوادوال د خپلو کورونو پرېښودو ته اړه شوي او هغه تاسیسات او بنسټونه ورانیږي چې په ډېرې سختۍ د نړیوالې ټولنې د مرستو په جلبولو سره د خلکو د هوساینې لپاره جوړ شوي دي.

هغه زیاتوي:«دلته د طالبانو د اسلامي تحریک غړو ته خطاب کوم او ترې غواړم چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې عامه تاسیسات ملي پانګه وبولي، د تخریب مخه یې ونیسي او د خلکو ژوند او حقونو ته دې زیان نه رسوي.»

کرزی وایي، اوس تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده چې د افغانستان خلک له اوسني وضعیت نه د وتو لپاره په پیاوړې ارادې او یوالي سره د پردیو د دسیسو پر وړاندې ودریږي او خپل هېواد له هغې جګړې راوباسي چې د پردیو د ګټو لپاره روانه ده.

پخواني ولسمشر، په هېواد کې د پردۍ مداخلې او جګړې د ختمېدو او تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره د افغاني پلاویو تر منځ په تهران کې وروستۍ ناسته او په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو بیا پیل، نېک او اغېزمن گام بللی، هیله یې څرګنده کړې  چې دغه مذاکرات ګړندي شي او په پایله کې یې افغانستان د یوه پیاوړي، خپلواک، او د ټولو خلکو د تایید وړ نظام خاوند شي.

 

Visits: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.