ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: د افغان ځواکونو په ملاتړهوایي بریدونه زیاتوو

امریکا: د افغان ځواکونو په ملاتړهوایي بریدونه زیاتوو

author avatar
25 Jul 2021 - 22:52
امریکا: د افغان ځواکونو په ملاتړهوایي بریدونه زیاتوو
author avatar
25 Jul 2021 - 22:52

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۰) : دامریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال میکنزی وایي، چې له افغان ځواکونو څخه ددفاع په موخه له دې وروسته هوایي بریدونه زیاتوي.

جنرال میکنزي چې د یادې دندې ترڅنګ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نوی قوماندان هم ټاکل شوی، نن د زمري په ۳مه، په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی و.

هغه ولسمشر اشرف غني، او د ملي دفاع وزیر جنرال بسم الله خان سره تر لیدنې وروسته په کابل کې یوې خبري غونډې پر مهال د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وویل چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بیلا بیلو سیمو او په ځانګړې توګه په کندهار کې ولایت کې د افغان ځواکونو په ملاتړ پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.

جنرال میکنزي زیاته کړه، چې له دې وروسته به دا هوایي بریدونه ډیروي خو په ډاګه کړه، چې تر ۳۱ اګست وروسته د هوایي بریدونو په اړه تر اوسه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د روان زیږدیز کال د اګست تر ۳۱مې پورې به له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال میکنزي وویل چې دوس هم له افغان ځواکونو سره لوجستیکي او مالي مرستې کوي او تر اګست وروسته به هم دې مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.

نوموړي وویل چې دوی به په ځانګړې توګه له افغان هوایي ځواک سره ډیره مرسته کوي.ۍ

ده زیاته کړه : ” زه دې لپاره راغلی وم چې ولسمشر اشرف غني ته ددې ټولو همکاریو ډاډ ورکړم. ”

د هغه په وینا، دوی به له درییم هیواد څخه د هوایي بریدونو ترسره کول پیل کړی دی او دا به ادامه کوي.

د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د امریکایي ځواکونو لپاره د پوځي اډو جوړولو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې جنزال میکنزي وویل چې ددوی د بهرنیو چارو وزارت پر دې کار کوي.

خو ده زیاته کړه، چې راتلونکې ورځې به سختې وې، خو امریکا له نړیوالې ټولنې سره د یوه سیاسي جوړ جاړي په اړه هڅې تیزې کړې دي.

هغه وایي، چې له ترکیې سره د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنيت په تړاو خبرې روانې او ډیر پرمختګ شوی دی.

جنرال میکنزي پر کابل ښار د طالبانو د برید په اړه دیوه سوال په ځواب کې وویل چې دا به د نویمې لسیزو د بریدونو په څیر اسانه نه وي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان اوس ډیر بدل شوی دی او په کابل کې ښار کې ډیر نفوس اوسیږي او دوی نه غواړي چې طالبان دې په اسانه دا ښار ونیسي.

Visits: 1148

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.