ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٢ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٢ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

author avatar
27 Jul 2021 - 15:40
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٢ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي
author avatar
27 Jul 2021 - 15:40

کابل (پژواک، ٥ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٥٤٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٦٢ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٥٨٩ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٥٤٤ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٤٥٥٥٢ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ۱۱۳ کسان په هرات، ۷۴ په کابل، ۴۳ په ننګرهار، ۲۹ په پکتیا، ۲۶ په میدان وردګ، ۲۴ په خوست، ۲۳ په بدخشان، ۲۱ په پکتیکا، ۲۰ په بغلان، ۱۹-۱۹ په کندوز او هلمند، ۱۷ په کندهار، ۱۵ په تخار، ۱۴-۱۴ په بلخ، پروان او زابل، ۱۳ په لوګر، ۱۱ په فراه، ۱۰ په غزني، ۹ په دایکندي او ۸-٨ کسان په غور او ارزګان ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١١٧٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۹۴۸۱۴ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٦٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۶۵۷۷ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٩٥ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٧٧ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،١ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Visits: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.