ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دا ځل د شپږیزه کرکټ سیالیو د اتو لوبدلو د مالکیت امتیازونه خرڅ شول

دا ځل د شپږیزه کرکټ سیالیو د اتو لوبدلو د مالکیت امتیازونه خرڅ شول

author avatar
19 Aug 2021 - 19:53
دا ځل د شپږیزه کرکټ سیالیو د اتو لوبدلو د مالکیت امتیازونه خرڅ شول
author avatar
19 Aug 2021 - 19:53

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۰) : د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د شپږیزې کرکټ لیګ د اتم پړاو سیالیو لپاره اتو شرکتونو د اتو لوبډلو مالکیت امتیاز ترلاسه کړ.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د زمري په ۲۸مه، پژواک اژانس ته وویل چې له دې ډلې یې راپټ پی لوجستیکي خدماتو شرکت د هندوکش ستوري لوبډلې، ایرو پارسال د پامیر زلمیان لوبډلې، شېر ځلاند د اوسپنې ویلي کولو شرکت  د سپین غر پړانګان لوبډلې، ایوبي دارالممتاز ساختماني شرکت د کابل بازان لوبډلې، سهاک تجارتي شرکت د امو نهنګان لوبډلې، شېر ولي یاري سوداګریز شرکت د بست ساتونکي لوبډلې، ولي روان خوراکي توکو د تولید شرکت د بند امیر لوبډلې او قېصر بابا لمټیډ د مس عینک اتلان لوبډلې د مالکیت امتیاز ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړه، د دغه هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس ډاکټر حامد شینواري د شپږیزې کرکټ لیګ په اتم پړاو لوبو کې د دوو نورو لوبډلو په زیاتوالي خوښي وښوده او له سوداګرو یې مننه وکړه.

شینواري د کرکټ په وده کې د سوداګرو رول مهم یاد کړ او زیاته یې کړه:« دا ځل به د شپږیزې کرکټ لیګ لوبې د ادارې د نورو همکارانو پر مټ په ډېر ښه او شانداره ډول ترسره شي، دا لوبې به د لوبغاړو په اقتصادي برخه کې ښه والی رامنځته کړي او د هېوادوالو د خوښۍ باعث به شي».

نوموړي همدا راز د ملي لوبډلې او ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې راتلونکو لوبو ته اشاره وکړه او د لوبغاړو د غوره چمتووالي ترڅنګ یې دغه لوبو کې په غوره لوبو کولو ټینګار وکړ.

د لوبډلو د امتیاز ترلاسه کوونکو په استازولۍ د بند امیر ښامارانو د لوبډلې امتیاز اخیستونکي انورالله مخلص خبرې وکړې او د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې یې مننه وکړه.

مخلص زیاته کړه:« زه په خپل وار د ټولو لوبډلو د امتیاز ترلاسه کوونکو څخه مننه کوم او مبارکي ورته وایم، چې د هېواد حالاتو ته په کتو د هېوادوالو د خوشحالۍ په موخه پانګه اچونه کوي، تر څو مو ملي لوبغاړي په هېواد دننه لوبې ترسره او د کرکټ مینوالو د تفریح سبب وکرځي».

ټاکل شوې چې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په لسمه نېټه د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو لوبې د اتو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل او د همدغې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.