ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره: نړیواله ټولنه باید افغان کډوالو ته خپله غېږه پرانیزي

د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره: نړیواله ټولنه باید افغان کډوالو ته خپله غېږه پرانیزي

author avatar
22 Aug 2021 - 18:05
د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره: نړیواله ټولنه باید افغان کډوالو ته خپله غېږه پرانیزي
author avatar
22 Aug 2021 - 18:05

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۰): د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره د دې ترڅنګ چې وايي، نړیواله ټولنه باید افغان کډوالو ته خپله غېږه پرانیزي، له طالبانو غوښتي چې له نړۍ سره ستراتېژیکې اړیکې پیاوړې کړي او بشري حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.

له يادې شوې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له کومه نه چې طالبان کابل ته داخل شوي، هغه هېوادونه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستان کې پوځي ماموریتونه ترسره کړي دي، د هغو افغانانو د ایستلو لپاره سخت کار کوي چې ورسره یې کار کړی دی.

سرچينه زياتوي، کله چې طالبان کابل ته ننوتي، د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې کړکېچن وضعیت دوام لري، نړیواله ټولنه باید د هغو کسانو لپاره خوندي لارې برابرې کړي چې ساتنې ته اړتیا لري.

سرچينه کاږي، د G7 په غونډه کې باید په افغانستان کې د شته ناورین حل ته لومړیتوب ورکړي. راتلونکې اوونۍ به د نړۍ د اووه صنعتي هېوادونو غونډه جوړه شي چې د افغانستان د اوسني کړکیچ په اړه به بحث وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره د نړۍ په اووه صنعتي هېوادونو G7 غږ کوي چې په دې سخت وضعیت کې په افغانستان کې بشري ناورین ته جدي پاملرنه وکړي، مظلوم افغانان له هرې ممکنه لارې چې وي، حمایت او ورسره مرسته وکړي، طالبان د دې ته اړ باسي چې له بشري حقونو څخه ملاتړ وکړي، په ځانګړي توګه د مېرمنو او ماشومانو حقونو ته باید جدي پاملرنه وشي، هغه افغانان چې دلته یې ژوند په خطر کې دی، ایستلو ته یې له هېواده لاره هواره کړي.

سرچينه وايي: “موږ پر طالبانو هم غږ کوو چې له نورې نړۍ سره خپلې ستراتېژیکې اړیکې پیاوړې کړي، بشري حقونو ته جدي پاملرنه و کړي، په ځانګړې توګه مېرمنو او ماشومانو ته خپل ټول حقونه ورکړي او افغانستان له دې بشري ناورین څخه وژغوري.”

 

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.