ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بيارغونې له امله سراج العمارت ودانۍ خپل تاريخي قدامت له لاسه ورکړى

د بيارغونې له امله سراج العمارت ودانۍ خپل تاريخي قدامت له لاسه ورکړى

author avatar
14 Sep 2021 - 14:04
د بيارغونې له امله سراج العمارت ودانۍ خپل تاريخي قدامت له لاسه ورکړى
author avatar
14 Sep 2021 - 14:04

جلال اباد (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۰): د تاريخي ابداتو د څارنې شبکه وايي چې په ننګرهار کې د سراج العمارت تاريخي ودانۍ په تېر نظام کې په غير معياري ډول جوړه شوې ده.

د دغې شبکې غړو چې له يادې تاريخي ودانۍ يې ليدنه کوله، اندېښنه يې وښوده چې په دغه کار سره به ياده ودانۍ خپل تاريخي قدامت او ارزښت له لاسه ورکړي.

دغه ودانۍ چې پخواني پاچا امير حبيب الله خان جوړه کړې وه تېرو څلور لسيزو جګړو کې ۳۰ سلنه له منځه تللې وه چې د تېرو شپږو کلونو په اوږدو کې يې بيارغونه شوې ده.

ټاکل شوې وه چې د خپلواکۍ د ۱۰۲ مې کاليزې په ورځ د دغې ودانۍ پرانېسته وشي، خو له دې نېټې وړاندې طالبانو ټول افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راوسته او دغه چاره پاتې شوه.

په دې اړه د تاريخي ابداتو د څارنې شبکې مرستيال بيدار حليمي پژواک اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ او بڼ يې تاريخي او اقتصادي ارزښتونه لري.

خو هغه زياتوي چې دغه ودانۍ په غير معياري ډول رغول شوې او تاريخي ارزښت يې له منځه تللى دى.

دی وايي: ((دا بايد د دارالامان ماڼۍ او يا نورو تاريخي ځايونو په څېر په هماغه شکل او هماغو موادو چې پخوا ترې ګټه اخیستل شوې وه جوړه شوې وای، خو اوس له نويو موادو ګټه اخیستل شوې او پخواني ديوالونه ټول په نويو ديوالونو کې پټ شوي دي.))

نعمت الله محمدي چې له لغمان ولايت څخه د دغې ودانۍ د ليدنې په موخه راغلی وايي، د تمې خلاف د دغې ودانۍ چارې په هغه ډول نه دي ترسره شوي.

هغه زياته کړه، که تاريخي ابدې په خپل حالت کې ورغول شي نو ليدل يې خوند کوي او د ډېرو سيلانیانو پام ځان ته اړوي خو دا اوس يو عصري قصر ګڼل کېدلای شي نه يوه تاريخي ابده ځکه هر څه يې بدل شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو د برخې مدير مولوي امان الله هم ومنله چې د سراج العمارت تاریخي ودانۍ د بيارغونې چارې غير معياري ترسره شوي او خپل تاريخي ارزښت يې له لاسه ورکړی دی.

دی په ورته وخت کې ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د تاریخي ځايونو خپلسرې کېندنې وکړي، قاچاق يې کړي او له منځه يې يوسي او په دغه برخه کې يې له خلکو د مرستې غوښتنه وکړه چې پر وخت دوی ته خبر ورکړي.

د دغې ودانۍ د بيارغونې کارونه د ۱۳۹۵ کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه په ۵۶ ميليونه افغانيو پيل شول چې د ۱۴۰۰ کال په لومړيو کې يې چارې بشپړې شوې.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.