ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو او رسنيو څار اداره : معلوماتو ته ستونزمن لاسرسی به د ډېرو رسنيو د سقوط لامل شي

د بشري حقونو او رسنيو څار اداره : معلوماتو ته ستونزمن لاسرسی به د ډېرو رسنيو د سقوط لامل شي

author avatar
15 Sep 2021 - 18:09
د بشري حقونو او رسنيو څار اداره : معلوماتو ته ستونزمن لاسرسی به د ډېرو رسنيو د سقوط لامل شي
author avatar
15 Sep 2021 - 18:09

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۰): د بشري حقونو او رسنيو د څار اداره وايي چې په افغانستان کې معلوماتو ته ستونزمن لاسرسی به د ډېرو رسنيو د سقوط لامل شي او طالبان د دې ترڅنګ چې د هغوی مالي ملاتړ وکړي، د سقوط مخه دې هم ونيسي.

د دې ادارې (WHMO) له خوا پژواک اژانس ته په رالېږ شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی د موندنو له مخې، افغانستان ته د طالبانو په راتګ سره ځينو رسنيو خپل فعالیت درولی او لسګونه نورې رسنۍ د سقوط په حال کې دي.

سرچينه زياتوي، له دې حقیقت سره سره چې طالبانو په مکرر ډول ويلي چې دوی د ژورنالېستانو، رسنيزو ادارو او مدني ټولنو له فعاليتونو سره هيڅ کار نه لري او خوندي دي، خو رسنۍ ورځ تر بلې غير فعاله کېږي، ځکه چې دوی معلوماتو ته لاسرسی نه لري او د دوی مالي سرچينې له منځه تللې دي.

سرچينه دغه راز کاږي: “د رسنيو د کار او فعاليتونو لپاره د طالبانو د لارښود نشتوالی د ژورنالېستانو لپاره ستونزې رامنځ ته کړې دي چې د اسلامي امارت له را رسېدو وروسته طالبانو خبریالان د معلوماتو د راټولولو پرمهال بنديان کړي او په ځينو حالاتو کې يې وهلي او ډبولي هم دي.”

سرچينه وايي، د طالبانو دغه تاوتریخوالی له خبريالانو سره په داسې حال کې کېږي چې دوی د خبريالانو د فعاليت لپاره کوم خاص لارښود هم نه لري.

د بشري حقونو او رسنيو د څار ادارې د طالبانو په فرهنګي کمېسیون غږ کړی چې د خبريالانو پر وړاندې تاوتریخولی ودروي او معلوماتو ته د لاسرسي حق ته پام وکړي، ترڅو ژورنالېستان او رسنۍ ښه کار وکړي او خلکو ته دقیق معلومات په خپل وخت چې د دوی بشري حق دی، وړاندې کړي.

د خبرپاڼې په حواله، اسلامي امارت بايد د رسنيو مالي ملاتړ وکړي، د رسنيو د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي او د رسنيو د سقوط مخه ونيسي.

Visits: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.