ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوهستان خلک: په وروستیو ۵۰ کلونو کې راته هيڅ خدمات نه دي وړاندې شوي

د کوهستان خلک: په وروستیو ۵۰ کلونو کې راته هيڅ خدمات نه دي وړاندې شوي

author avatar
20 Sep 2021 - 17:43
د کوهستان خلک: په وروستیو ۵۰ کلونو کې راته هيڅ خدمات نه دي وړاندې شوي
author avatar
20 Sep 2021 - 17:43

میمنه (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۰): د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکي او مسوولین وايي چې په وروستیو ۵۰ کلونو کې تېرو حکومتونو د دې ولسوالۍ خلکو ته هيڅ خدمات نه دي وړاندې کړي.

دوی زیاتوي چې اوس په ۲۱مه پېړۍ کې ژوند کوي، سړک، مواصلاتي لارې او برېښنا نه لري، ډېری کورنۍ له هریکین څراغونو استفاده کوي، دولتي ادارې، روغتونونه، پوهنه او ښوونځې ټول ودانۍ نه لري او فکر کوي چې په لومړنیو پېړیو کې ژوند کوي.

کوهستان ولسوالۍ شنه او حاصل خېزه سیمه ده چې د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په ۱۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده، ختیځ ته یې سرپل ولایت، سوېل ته یې غور او لوېدیځ ته یې بادغیس ولایتونه پراته دي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي. محصولات یې د فاریاب د ګودام په نوم مشهور دي، خو وروستیو وچکالیو یې مالداران او کروندګر هم زیانمن کړي دي.

د سیمې د بزګرانو په خبره، کوم کسان چې له نورو سیمو کوهستان ته راغلي ښایسته طبیعت، اقلیم یې لیدلي، دغه ولسوالي یې جنت خو لاره یې دوزخ بللې ده.

د پژواک خبریال د طالبانو له خوا د مخکني نظام له سقوط وروسته دې ولسوالۍ ته سفر کړی، د خلکو د اقتصادي، ټولنیز او امنیتي وضعیت په اړه یې راپور جوړ کړی دی.

خلک: په وروستیو ۵۰ کلونو کې د بیارغونې برخه کې هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

د لولاش قومي مشر نجیب الله بیک په فاریاب کې د جګړې پر پای ته رسېدو او امنیت پر ټینګښت خوښي څرګنده کړه او وايي، کوهستان ولسوالي تر ۱۳۰ ډېر کلي لري، نفوس یې ډېر او په ورته مهال د فاریاب صعب العبور سیمه ده. په وروستیو ۵۰ کلونو کې یې بیارغونې ته هيڅ توجه نه ده شوې، سړک، برېښنا، روغتونونه او پوهنه چې د خلکو د ژوند د دوام اړتیا ده، وجود نه لري.

هغه له خبریالانو وغوښتل چې د دې سیمې د اوسېدونکو غږ مسوولینو ته ورسوي.

د نوموړي په خبره: ((د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو پر مهال څه ښوونځي جوړ شوي چې ډېری یې په جګړو او د مسوولینو د نه توجه له امله بېرته ویجاړ شوي، ډېر یې ښوونکي او زده کوونکي نه لري. درس او زده کړې نشته، له پنځو کلونو ډېر وخت کېږي چې د لولاش جامع کلینیک جراح ډاکتر او درمل نه لري. ناروغان میمنې ښار ته د لېږد پر مهال د سړک د خرابۍ او ژمي کې د واورو له امله پر لار ساه ورکوي.))

هغه زیاته کړه، د کرزي او غني د حکومتونو پر مهال د کوهستان ــ میمنې مواصلاتي لار څو ځلې سروې او د جوړېدو ژمنه یې شوې، خو یادې ژمنې نه دي عملي شوې.

د کوهستان اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په اړه شکایت کوي.

د کوهستان جامع کلینیک امر ډاکتر صفی الله وايي چې د دغه کلینیک ودانۍ په جګړو کې ویجاړه شوې او بیارغونې ته اړتیا لري. جراح ډاکتر، طبي سامان الات او درمل بیخي نشته. دوی د پنډکس ناروغان او د زېږون ښځې چې عملیات ته اړتیا لري د میمنې ښار روغتون ته لېږي.

د هغه په خبره، ډېری یې په ژمي کې د ډېر واټن او خرابې لارې ، دغه راز پر اسونو د انتقال پر مهال د سړې هوا او واورې ورېدو له امله ساه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه چې په جامع کلینیک کې په تېرو څو کلونو کې برېښنا نشته، که کوم ناروغ د شپې مهال راشيؤ له لاسي برېښنا او بطرۍ استفاده کوي، خو طبي پرسونل په یوه خاورینه او تیاره خونه کې ژوند کوي.

بلخوا میمنې ښار روغتون کې یوه متخصص ډاکتر په کوهستان ولسوالۍ کې د ډاکترانو پر غیر مسلکي چلند نیوکه وکړه او پژواک ته یې وویل، څه وخت مخکې له کوهستان څخه یو ماشوم میمنې روغتون ته انتقال شو، د تحت الجلدي ابسې کیسټ اخیستو په غرض له خیټې جراحي شوی، خو د ابسه کیسې د عملیات پر مهال پر دې کار نه دي توانېدلي، بېرته یې ګنډلې او روغتون ته یې مراجعه کړې.

هغه زیاته کړه چې بېرته یې عملیات کړ، د ابسې کیسه یې ترې و ایسته او روغ شو.

خو د لولاش کلینیک امر وویل، د کووید۱۹- برخې مسوول ډاکتر عتیق الله یو ناروغ ماشوم چې د شخصي معاینه خانې له مرجعینو یې دی ده ته تر خبر ورکولو پرته کلینیک ته راوړی، په داسې حال کې چې هېڅ ډول طبي امکانات نه وو، د انستیزیست په همکارۍ یې عملیات کړی دی.

هغه زیاته کړه، کله چې د ډاکتر په دغه کاره خبر شو، ډاکتر یې وراټه چې ولې یې له اجازې پرته کلینیک استفاده کړی دی.

د کووید۱۹ برخې مسوول ډاکتر عتیق الله وویل، ماشوم ابسه درلوده، ډېر نا ارامه و، د دې لپاره چې راحت ساه واخلي او تر میمنې ښاره ژوند ورسېږي مجبور شو ماشوم یې د انستیزۍ د مسوول په همکارۍ عملیات کړ او ابسه کیسه یې تخلیه کړه، خو کله چې لازم طبي سامان الان نه و ونه توانېد کیسه وباسي، وروسته یې ولایتي روغتون ته راجع کړ.

ډاکتر عتیق الله د میمنې روغتون د جراحۍ برخې متخصص ته په اشاره وویل: ((په داسې حالت کې چې ولسوالۍ کې هيڅ شی ان یو پنس نه وي موجود، بلخوا د یوه انسان ژوند په خطر کې وي څه کار کوي؟ که د ماشوم ابسه کیسه نه وای خالي شوې، میمنې ښار ته پر لاره یې په اتو ساعتونو کې ساه ورکړې وای، نو څنکه کېده؟))

د فاریاب د عامې روغتیا رییس مولوي خان محمد همت په لولاش روغتیايي کلینیک کې شته ستونزې ومنلې او زیاته یې کړه، د پخواني حکومت پر مهال ډېری خیالي او د اداري فساد پر اساس فعالیتونه روان وو، د جراح ټېم په تشکیل کې جراح موجود دی، خو سیمې ته نه دی لېږل شوی، څو خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

هغه ډاډ ورکړ چې د کوهستان ولسوالۍ روغتیايي نیمګړتیاوې او اړتیاوې به ډېر ژر پوره او مجهز جراح ټېم به ولېږل شي، څو له دې وروسته ناروغان میمنې ښار ته سرګردان او په لاره ساه ور نه کړي.

د پوهنې په برخه کې ډېر لږ پام شوی.

د لولاش د پوهنې مدیر مولوي عبدالقدوس وویل چې په دې ولسوالۍ کې ۲۳ ښوونځي له دې ډلې یوه لېسه، اته متوسطې او ۱۴ لومړني ښوونځي چې شپږ د نجونو دي، موجود دي، خو له یادو ټولو ښوونځیو یوازې شپږ ودانۍ لري. پاتې نور تر خېمو لاندې یا د خلکو په کورونو کې فعالیت کاوه. مېز، څوکۍ او د اړتیا وړ کتابونه یې نه لرل، ښوونکي یې تر ډېره خیالي وو.

د فاریاب د پوهنې رییس مولوي حفیظ الله معتصم ومنله چې د کوهستان ولسوالۍ ډېری ښوونځي ودانۍ او لوازم نه لري، د مخکني حکومت پوهنې برخې مسوولینو د سیمې د ښوونځیو ښوونکي ګومارلي چې خپله دوی حاضر نه شول، نور کسان یې اجیر ونیول او یوه برخه د ښځو جذب شوه، په هېڅ صورت د ولسوالۍ په نقشه کې بلند نه دي، میمنه ښار کې ناست دي او معاشونه اخلي.

هغه د پژواک خبریال دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ډېری ښوونځي د طالبانو تر کنټرول لاندې وو، ولې مو د نظارت پر مهال د خیالي ښوونځيو او ښوونکو برخه کې اجراات نه کول؟ وویل، ډېرې هڅې وشوې، نن چې څه دي د دوی د فعالیت اغېز دی، خو د ښوونکو د معاش او جذب برخه کې مخکني حکومت اجراات کول او په ځینو مواردو کې مجبور وو.

د معارف رییس د مخکني تشکیل او خیالي ښوونکو د کار دوام ته په اشاره وویل، د پوهنې وزارت د مشرتابه امر او تصمیم ته په تمه دي، د هغه مطابق به اجراات وکړي.

د لولاش د ملکي برخې ولسوال مولوي عبدالواحد هارون وویل، په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې د امنیې قوماندانۍ د یوزاینۍ ودانۍ په ګډون ټول شته تخریب او ویجاړ شوي، اوس مهال په کوهستان کې هېڅ

دولتي اداره ودانۍ نه لري، د خلکو دوکانونه او بازار د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د لاس په لاس کېدو له امله له خاورو سره یو شوي دي.

هارون زیاته کړه، د مخکني حکومت پر مهال نړۍ د افغانستان د بیارغونې برخه کې میلیاردونه ډالر مرسته وکړه، خو کوهستان ولسوالۍ کې هېڅ کار نه دی شوی، پر مواصلاتي لارو یې چې شپږ میاشتې د واورو له امله تړلې وي یو موټر جغل نه دی اچول. هر کال ډېر شمېر ناروغان، حامله ښځې او نور کسان د اسونو او خرو په وسیله مرکز ته د تګ پر مهال لاره کې ساه ورکوي.

نوموړي د ښوونځیو او پوهنې فعالیت په اړه وویل: ((له هغې ورځې چې اسلامي امارت پر وضعیت حاکم دی، ده د ولسوال په حیث د ښوونځي یا شاګرد په نوم ښوونځي کې څوک نه دي لیدلي، درس او زده کړې خو پر ځای پرېږده، په مخکني حکومت کې د پوهنې اساس اصلا په چل او دوکه ولاړ و، شاګردان نشته چې ښوونځي کې زده کړې وکړي، ځينو د معلم په نوم ډېری شاګردانو نومونه لیکلي او ولایت ته یې راپور وکړی، له دولت یې معاش اخیستی دی، د ملت له اولادونو سره یې جفا کوله.))

هغه زیاته کړه، روغتیايي خدمتونه هم د پوهنې سکټور په څېر کمزوری دی. کلینیکونو کې ډاکتر، درمل او امکانات نشته. عاجل ناروغان او حامله ښځې میمنې ښار ته راجع کوي، ډېری یې په اوړي کې د ګرمۍ او خرابې لارې او په ژمي کې د واورې ښویېدو له امله ساه ورکوي.

د کوهستان ولسوال د ولایت له رهبري او مرکزه وغوښتل چې د دې ولسوالۍ د محرونو خلکو مهم اړتیاوو ته جدي توجه وکړي، د سړک، روغتون او ښوونځي ستونزې دې حل کړي، د بازار د جوړېدو او پرختیا چارو ته دې لومړیتوب ورکړي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.